د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

ډېګر: په افغانستان کې د بشریت ضد جنایتونو په اړه باید بشپړه څیړنه وشي


د بشري حقونو د څار سازمان غواړي چې؛ نړېوالو محکمه په افانستان کې د شوي جنایتونو په اړه څېړنه وکړي.

د بشري حقونو د څارسازمان دغه غوښتنه د جنایتونو د نړیوالې محکمې له خپاره شوي راپوروروسته کړې ده.

په دغه راپور کې چې د نومبر په میاشت کې خپور شوی؛ په افغانستان کې د بشریت ضد جنایتونو د دوام خبر ورکړل شوی دی.

د بشري حقونو د څارسازمان وایي چې؛ دغه محکمه باید په افغانستان کې د نړیوالو شدیو جنایتونو په اړه ابتدایي څیړنه پیل کړي.

په دغه سازمان کې د نړېوال عدالت د څانګې مشر "ریچارډ ډیکر" وایي، په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو په اړه باید بشپړه څیړنه وشي؛ ترڅو په دې هیواد کې عدالت تامین شي.

د هغه په وینا، دغه کار به په افغانستان کې هغو کسانو ته چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي؛ دا پیغام ورکړي چې، له عدالته تیښته نه شي کولی.

ولسمشر کرزي د امریکا او نورو هیوادونو په ملاتړد بشري حقونو د کمیسیون د اته سوه مخیز راپور د خپرېدو مخه نیولې ده.
د بشري حقونو د څارسازمان وایي؛ په دې اړه د افغانستان د حکومت هڅې په تېره بیا د دې حکومت د امنیتي ځواکونو په برخه کې زیاتې بریالۍ نه دي.

د دې سازمان په وینا، د افغانستان د حکومت د انتقالي عدالت پروګرام تراوسه نه دی عملي شوی.

د بشري حقونو د څارسازمان دغه راز ویلي چې؛ ولسمشر کرزي د امریکا او نورو هیوادونو په ملاتړد بشري حقونو د کمیسیون د اته سوه مخیز راپور د خپرېدو مخه نیولې ده.

په دې راپور کې په افغانستان کې له ۱۹۷۸ نه تر ۲۰۰۱کاله پورې موده کې له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونویادونه شوې ده.

د بشري حقونو د څارسازمان د دغه راپور د خپرېدو پریکړه په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروګرام د تطبیق لپاره یوه مهمه هڅه بللې ده.

افغان چارو اکو د بشري حقونو د څار د سازمان د چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

دې سازمان دغه راز ویلي چې؛ په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې دې مسالې ته باید فوري ځواب وویل شي.

د بشري حقونو دا ډله وایي چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره یوشمېر کاندیدان او د هغوی مرستیالان له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو تورن دي. خو تراوسه پورې هیڅ یوې محکمې د دغو کاندیدانو په وړاندې حکم نه دی صادر کړی.
XS
SM
MD
LG