د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

افغانستان کې د کال لومړۍ واوره؛ کابل ښاريانو د 'برفي' دود ترسره کړی


کابل کې برفي، انځور - ارشيف
کابل کې برفي، انځور - ارشيف

«برفي کول په موږ، مېلمستیا په تاسې»، له پخوا وختونو راهیسې په افغانستان په ځانګړي ډول د کابلیانو ترمنځ د لومړۍ واورې ورېدل په دې پیغام سره نمانځل کېږي.

نوریه سلطاني وايي، کله چې یې ولیدل د سږ کال لومړۍ واوره ورېدلې، د خپل ورور کورنۍ یې برفي کړه.

نوموړې وايي: "کله مې چې ولیدل واوره ووري، لږه واوره مې پاکټ کې واچوله او ورور مې او ورینداره مې برفي کړه. ان شاالله چې یوه ښورا به راباندې خوري او هیله لرم چې بلنه را کړي."

"تېره شپه مې چې کله د واورې ورېدو په اړه دوستانو ته پیغام وکړ، چا ځواب را نه‌کړ."

اوس چې ټکنالوجۍ پرمختګ کړی، د برفي کولو دود هم ورسره لږ څه بدل شوی او یو شمېر ملګري خپلو نورو دوستانو او خپلوانو ته د برېښنايي پیغام په لېږلو سره هغوی برفي کوي.

کابل مېشتې یلدا ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه مې چې کله د واورې ورېدو په اړه دوستانو ته پیغام وکړ، چا ځواب را نه‌کړ."

دا او نور ژمني دودونه په تېر کې، په کابل کې څه ډول عملي کېدل او د کورنیو لپاره یې څه پیغام درلود؟

کابل کې برفي، انځور - ارشيف
کابل کې برفي، انځور - ارشيف

د کابل ښار اوسېدونکی افندي سنګر په تېر کې په کابل کې د دې دود په اړه وايي: "پخوا به چې کابل کې واوره وشوه، پاکټ کې به یې واچوله او د یو کور دروازه به یې وټکوله او ویل به یې، واوره مو مبارک شه. کله به چې مقابل لوري پاکټ خلاص کړ د کور مالک باید مېلمستیا ورکړی وای. بیا کله چې به واوره ورېدل پیل شول د هر شخص په کور به که غریب و او یا هم مالداره، پسه به یې لاندې کاوه."

خو ښکاري چې ور,ستي څو کاله په کابل کې د برفيو کولو یا هم برفي کېدلو دود د تېرو کلونو په شان نه‌دی پاتې، په ځانګړي ډول په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې خلک خورا ډېر بې‌وزلي شوي دي.

کابل کې سږ کال ژمی داسې مهال رارسېږي چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، انځور - ارشيف
کابل کې سږ کال ژمی داسې مهال رارسېږي چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، انځور - ارشيف

کابل مېشتي بنفشه وايي: "کله به چې مخکې په لومړي ځل واوره وشوه، موږ به نمانځله، خو سږ کال واورې ورېدو د تېر په څېر خوند نه‌درلود، ځکه خلک خفه دي او تر اوسه ان په ژمي کې سونګ توکي نه‌لري."

کابل ښار کې تېره شپه د ژمي لومړۍ واوره وشوه، خو یو شمېر پخواني کابل مېشتي چې تېر کې به یې واوره ورېدل نمانځل وايي، اوس د دې دودونو د نمانځلو په ځای په دې فکر کې دی، چې دا سخت ژمی به په څه ستونزو سره تېروي.

XS
SM
MD
LG