د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

کابل کې لومړنۍ واوره؛ د ځینو دغې خوښۍ داخلي بې‌ځایه شوي سختو ستونزو سره مخ کړي


ارشیف، کابل کې د واورې له ورېدو وروسته پر یوه واټ ناسته بې‌وزله مېرمن د خیرات ټولولو پر مهال
ارشیف، کابل کې د واورې له ورېدو وروسته پر یوه واټ ناسته بې‌وزله مېرمن د خیرات ټولولو پر مهال

په کابل کې تېره ورځ د کال لومړنۍ واوره وشوه، ښایي ځینو ته دا ورېدل خوندور و، خو دغلته داخلي بې‌ځایه شوي چې تر خېمو لاندې ژوند کوي د واورې ورېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي.

دغه کورني بې‌ځایه شوي چې د تېر حکومت په وروستیو کې یې د ناامنۍ او فقر له امله خپلې اصلي مېنې پرېښي وايي په دې سخت ژمي کې يې ژوند خورا سخت شوی دی.

بي بي ګل له خپلې لور او پنځه لمسیانو سره هغه وخت چې تخار د طالبانو په لاس سقوط وکړ، پلازمېنې کابل ته راکډه شوه.

هغه چې د کورنۍ نارینه سرپرست او سرپناه نه‌لري وايي د سوړ ژمي په راتلو او د واورې ورېدنې له امله نه ګرم پوښاک لري او نه هم ګرم خواړه.

بي بي ګل وايي څو ځلې يې خپلې اصلي مېنې ته د بېرته تګ اراده وکړه، خو د مالي امکاناتو د نه‌درلودلو له امله بېرته پاتې شول.

دا زیاتوي: "موږ هغه وخت نږدې ۲۰ کورنۍ له تخاره کابل ته راکډه شوو، دلته مو د کابل په شهر نو پارک کې واړول، اوس د ژوند سخت وخت تېروو، خلک راشي نومونه ولیکي، لېستونه جوړ کړي، خو د مرستو هېڅ درک نه‌شته، ټول ناروغان شوي یو، خو له ډېر مجبوریته دلته پراته یو."

کابل کې له ولایتونو راکډه شوې یو شمېر کورنۍ
کابل کې له ولایتونو راکډه شوې یو شمېر کورنۍ

د طالبانو په لاس د کابل له سقوطه وړاندې سلګونه دغه ډول کورنۍ له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول شمالي سیمو کابل ته راکډه شول او د دې ښار په بېلابېلو ځایونو کې يې په خېمو کې ژوند پیل کړ، خو اوس د سوړ ژمي په راتګ او واورې له ورېدو وروسته دلته د دوی ژوند سخت شوی دی.

پښتنه بله هغه مېرمن چې د پنځه اولادونو سرپرستي ورله غاړې ده او اوس د خلکو په کورونو کې کار کوي، وايي د ډوډۍ او د سونګ توکو د اخیستلو توان نه‌لري، نو ځکه‌يې په دې سخته یخنۍ کې ماشومان ناروغان شوي دي.

دا وايي: "مېړه مې مړ شوی دی او د کورنۍ د ماشومانو سرپرستي زما په غاړه ده، اوس‌مهال چې هوا ډېره سړه شوې ده، ماشومان مې ناروغان شوي دي، ژوند ډېر سخت شوی دی او د توکو بیې هم ډېرې لوړې شوې دي."

خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي هڅه کوي چې کورني بې‌ځایه شوي بېرته خپلو اصلي مېنو کې ځای پر ځای کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډيو ته وویل: "زموږ اول کار دا دی چې دغه بې‌ځایه شویو کورنیو ته د ټرانسپورت زمینه برابره کړو چې له لارې يې دوی بېرته خپلو اصلي سیمو ته واستول شي، کوم کسان چې د فقر او بې‌کارۍ له امله کابل ته راغلي دي موږ سره‌يې لېستونه شته او راجستر شوي دي او دوی سره بېلابېلې مرستې کېږي."

له کابله خپلو ولایتونو ته د یو شمېر بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته تګ لړۍ
له کابله خپلو ولایتونو ته د یو شمېر بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته تګ لړۍ

خو ښاغلي حقانې د دغه مرستو د وېش د څرنګوالي په اړه څه ونه‌ویل.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په روان ژمي کې به نږدې ۲۳ ملیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ شي.

دا شان په وروستیو څو ورځو کې کله چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت راټيټ شو ورسره د توکو بیې هم لوړې شوې چې په دې سوړ ژمي کې يې د بې‌وزله وګړو لپاره ژوند لا ستونزمن کړ.

XS
SM
MD
LG