د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د افغانستان لپاره په بریتانیا کې لویې خیریه موسسې بسپنې راټولوي


ارشیف، افغانستان کې د ځینو موسسو له لوري خلکو سره مرسته شوې.
ارشیف، افغانستان کې د ځینو موسسو له لوري خلکو سره مرسته شوې.

په بریتانیا کې لویو خیریه موسسو په افغانستان کې له ۸ ملیونه وګړو سره، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، په ګډه د مرستې ټولولو هڅه پیل کړه.

دوی وايي، له خلکو څخه د پیسو په راټولولو به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره یوه وړه کړکۍ پرانیزي.

د بریتانیا لویې مرستندویې موسسې وايي چې په روان ژمي کې په افغانستان کې د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

په دې موسسو کې چې د 'DEC' په نوم یادېږي، د بریتانیا د نړیوالې ژغورنې کمېټه، د بریتانیا سورصلیب، سېف دې چلډرن او کافوډ شاملې دي.

دوی به د هغو خیریه موسسو لپاره بسپنه ټوله کړي چې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط، وچکالۍ، لوږې او کووېډ ۱۹ له کبله له راغلي بشري بحران سره بیړنۍ مرستو ته اړتیا لري.

مرستندویې موسسې وايي چې په روان ژمي کې په افغانستان کې د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
مرستندویې موسسې وايي چې په روان ژمي کې په افغانستان کې د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د بهرنیو مرستو د کمېدو، د بې روزګارۍ د ډېرېدو او د لومړنیو موادو د بیو له لوړېدو سره میلیونونه افغانان د لوږې له جدي خطر سره مخامخ شوي دي.

د تالقان ښار یوه اوسېدونکي جمعه خان ازادي راډیو ته وویل، د خوراکي موادو بیې ورځ په ورځ لوړیږي او د ده په شمول یې ډېر خلک د پیرلو وس نه لري: "یو من غنم له سلو افغانیو دوه نیم سوو ته رسېدلي، یو کیلو ګاز له ۳۵ افغانیو یوسلو شلو ته ختلي."

د همدې ولایت د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی زرین ګل وايي، د بې روزګارۍ او قیمتۍ له لاسه خلک د خپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوی دی: "داسې کسان شته چې خپل دوه کلن او ۵ کلن اولادونه یې خرڅ کړل، موږ په دې چورت کې یوو چې دا زموږ روزي چا یووړه، ولې دومره ناتوانه شوو؟"

ډي اي سي یا د بریتانیايي خیریه موسسو ټولنه وايي، په ژمي کې د لوږې د خطر له کبله ۸ میلیونه افغانان مرستې ته اړتیا لري.

دوی همدا راز وايي چې یو میلیون ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کشر دي، په راتلونکو درېيو میاشتو کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د بریتانیا د خیریه موسسو د مرستې د غوښتنې د اعلان خپرېدا له پرون چهارشنبې(د لېندۍ ۲۴مه) څخه د بریتانیا په ټلوېزیونونو او راډیوګانو کې پیل شوه.

د بریتانیا د سېف دي چلډرن موسسې د بشري عملیاتو ريیسه فونا مک شیلي وايي، یو کوچنی فرصت لري چې له ټولو افغانانو سره مرسته وکړي او په وینا یې حاضر دمه په افغانستان کې بشري وضعیت خورا بد دی، ژمی چټک راروان دی.

دې همدا راز وویل، د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې یې بیړني حالتونه لیدلي، خو په صداقت وايي چې داسې بد حالت یې تراوسه بل هېڅ ځای نه دی لیدلی.

افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

ډېر افغانان وايي، له یوې خوا د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او له بلې خوا کار او روزګار په ټپه درېدلی دی.

۶۰ کلن خان زاده د کونړ د مرکز اسعداباد د یوې دولتي مدرسې خادم دی وايي، پخواني حکومت د میاشتې ۵ زره افغانۍ معاش ورکاوه، خو په تېرو ۴ میاشتو کې پرې درېدلی دی: "​ماشومان مو د خوراک لپاره څه نه لري. ټول خلک وزګار دي، کار نه پیدا کېږي، پیسې نه شته."

بریتانیايي مرستندویو موسسو د بسپنې ټولولو اعلان پرون په داسې حال کې وکړ چې د نړیوالې ژغورنې کمېټې 'آی آر سي' اټکل وکړ چې راتلونکی کال به افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له بدې بې وزلۍ سره مخامخ شي؛ په سلو کې ۹۷ وګړي به یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند لري.

د نړیوالې ژغورنې کمېټې په لېست کې افغانستان په ۲۰۲۲ میلادي کې د نړۍ د بشري بحران له نظره تر ټولو د ناوړه شرایطو لرونکی هېواد ګڼل شوی دی. له افغانستانه وروسته د یمن او ایتوپیا یادونه شوې ده.

د دې کمېټې ريیس ډیوېډ میلیبند له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان وضعیت ته لومړیتوب ورکړي او بیړنی یې وبولي.

په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې ريیسه ویکي اکین وايي، کله چې په ۲۰۱۷ میلادي کال افغانستان ته لاړه، د هغو کسانو شمېر چې په بې وزلۍ کې یې ژوند کاوه، ۵۰ سلنه وو، خو اوس ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG