د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

بې وزلۍ شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد اړ کړ چې خپل ۲۰۰۰جلده کتابونه وپلوري


شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد
شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد

په افغانستان کې یو شمېر شاعران وایي، بې وزلۍ اړ کړي چې د خپلو خصوصي کتابخانو کتابونه وپلوري.

تازه دري ژبي شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د بې وزلۍ او ناچارۍ له امله یې بېلابېل ۲۰۰۰ جلده کتابونه چې په تېرو ۲۱ کلونو کې یې راټول کړي وو، وپلورل.

دغه افغان شاعر او لیکوال وایي، د کتابونو د پلور له لارې یې په ترلاسه کړو پیسو د کور درې میاشتې کرایه ورکړې او که وضعیت همداسې دوام وکړي، مجبور دی پر کراچۍ توکي وپلوري.

ښاغلي فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "ډېر په سختۍ مې وپلورل، تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې د کتابونو د پېر او پلور بازار ډېر سوکه دی او په ډېر عذر او زارۍ مې وکولای شول خپل کتابونه وپلورم، د خپل کور څو میاشتنۍ کرایه ورکړم او د خوړو او درملو مشکل مې حل کړم. دا زما د ژوند تر ټولو دردناکه تجربه ده."

شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد په خپل کور کې
شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد په خپل کور کې

جاوېد فرهاد دري ژبی شاعر، لیکوال او ژبپوه دی.

هغه د طالبانو تر حکومت وړاندې د خورشید ټلوېزیون د خبر مدیر او ایډېټر و او ورسره یې په یوه خصوصي پوهنتون کې تدریس هم کاوه.

هغه د ۹ نفري کورنۍ لپاره د ډوډۍ برابرونکی دی.

ښاغلی فرهاد د کابل ښار په تایمني کې ژوند کوي او وایي، هره میاشت ۱۲۰۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوي.

جاوېد فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د دې کتابونو د پلور په پیسو یې ایله وکولی شول د کور د درېیو میاشتو کرایه ورکړي او که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، مجبور دی شاقه کارونو ته مخه کړي.

دی وايي: "نه پوهېږم چې تردې وروسته به مې سرنوشت څنګه شي، احتمال لري لاس پلوري وکړم، له نورو کارونو سره خو بلد نه یم، خو ناچاره یم یو څه وکړم."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد محمود مرهون وایي، افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په یوه لوی اقتصادي بحران کې را ایسار دی.

دی وايي، د فرهنګ او ادب خاوندان هم د هغو کسانو په منځ کې دي چې له دې بحران څخه یې جدي زیان لیدلی دی: "دا د یوه هېواد لپاره تر ټولو بد وضعیت کېدای شي چې د ادب خاوندان یې خپل هنر، فرهنګ او قلم لیلام ته وړاندې کوي؛ دا فاجعه ده او که نړیوال په دې برخه کې څه ونه کړي افغانستان به له یوې لویې بشري فاجعې سره مخ شي."

که څه هم د افغانستان ادبي ټولنه پر طالبانو انتقاد کوي او ادعا لري چې دغه حکومت د ادب او فرهنګ لپاره روښانه پروګرام نه لري، خو د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد وایي، طالبان د شاعرانو او لیکوالانو لپاره ډېرې برنامې تر لاس لاندې لري.

ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:"اطلاعاتو فرهنګ وزارت هڅه کوي چې له فرهنګیانو سره مجالس، لیدنې او کتنې ولري او د هغوی ستونزې واوري، په دې برخه کې تر خپلې وسې هڅه کوو. اقتصادي ستونزې به ډېر ژر حل شي، هېواد تازه له جګړې وتلی، ټول په دې هڅه کې یوو چې پانګه جلب کړو، څو وکولی شو د ټولنې د ټولو اقشارو ستونزې حل کړو."

د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد وایي، طالبان د شاعرانو او لیکوالانو لپاره ډېرې برنامې تر لاس لاندې لري.
د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد وایي، طالبان د شاعرانو او لیکوالانو لپاره ډېرې برنامې تر لاس لاندې لري.

دی وایي، د ټولنې ټول اقشار له بې وزلۍ او فقر سره مخ دي، خو طالبان هڅه کوي د ادب خاوندانو ته د کار زمینه برابره کړي.

تردې وړاندې د یو شمېر خبریالانو عکسونه هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره شول چې د خپل ژوند پرمخ وړو لپاره یې لاس پلورلو ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یو شمېر شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو هېواد پریښی، خو لا هم ډېری د هغوی په افغانستان کې ژوند کوي او ډېر شمېر یې د جاوېد فرهاد په څېر د کور او کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG