د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

بې ځایه شوي کډوال: کوچنیان مو یخنۍ وهلي؛ طالبان: واورو او سیلابونو ۷ تنه وژلي


کابل کې یو تن بې ځایه شوي کډوال
کابل کې یو تن بې ځایه شوي کډوال

که د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو که له یوې خوا د واورې او ورښتونو زیاتېدل د ځمکې ابادي ګڼل کېږي او د وچکالۍ د له منځه تلو زیری دی، خو له بلې خوا يې د هغه کورني بې ځایه شوېو او بې وزله افغانانو ژوند له کړاو سره مخ کړی چې نه په سر سیورۍ لري او نه هم د خونو د ګرمېدو لپاره د سونګ توکي.

شعیب په کابل کې د کورني بې ځایه شوېو کډوالو په یو کمپ کې استوګن دی.

نوموړی وايي، له تېرو دوو شپو راهیسې یې د واورې د ورښت او هوا د سړېدو له امله کوچنیان یخنۍ وهلي او ناروغان شوي دي.

شعیب زیاتوي، د نس او د کوچنیانو د درملو غم ترې د ژوند لوری ورک کړی دی: "ماشومان او مېرمنې ټولې ناروغانې دي، قسم که د درملو د اخیستو توان لرو، نه تراوسه څوک راغلي نه مو چا پوښتنه کړې ده، سرپنا نه لرو، واوره وریږي او موږ ټول يې ناروغان کړي یو، که زموږ پوښتنه ونه شي تاسې یقین وکړئ چې ماشومان به مو زموږ په وړاندې ساه ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نږدې شلو ولایتونو نه د واورې او بارانونو د ورېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د ختیځ نورستان یو شمېر اوسېدونکي چې د بېلابېلو ولسوالیو مرکز ته راکډه شوي هم له ورته وضیعت سره مخ دي.

هاشم له برګيمټاله مرکز پارون ته کډه شوی دی، وايي: "که تاسې زموږ حالات له نږدې وګورئ دلته ډېرې سختې واورئ شروع شوي دي، موږ ډېر په ستونزه کې یو، دلته مو په کنډرو کې اړولي دي، که له موږ سره مرسته ونه شي زموږ کوچنیان به له یخنۍ مړه شي."

په تېرو دوو ورځو کې کندهار هم د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهد دی چې یو شمېر اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د میرحمزه په نوم یو کندهار میشتي ازادي راډیو ته وویل: "باران دی کوټې راباندې راناستې دي، هوا بیخي یخه ده، د اوسېدو ځای نه لرو، ماشومان مو تر باران لاندې پاتې دي، هېڅ شی نه لرو، یوازې الله مو شته نور مو هېچا پوښتنه نه ده کړې."

په تېرو دوو ورځو کې کندهار هم د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهد دی
په تېرو دوو ورځو کې کندهار هم د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهد دی

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورښت د لا شدت خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د کابل په ګډون د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختې واورې، بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی وو.

خو د افغانستان د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسولین وايي، بېړنیو حالاتو ته چمتوالی لري او زیانمونو کورنیو ته هم مرستې رسول کېږي.

د دې وزارت یو مسول محمد امین وزیري چې خپله د ځان پېژندنه همداسې کوي، ازادي راډيو ته وویل، د سختو ورښتونو، واورې ښوېدنې او سیلابونو له امله په ځینو ولایتونو کې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي: "په بدخشان کې د برفکوچ له امله پنځه تنه شهیدان شوي دوه نور ټپیان دي، په نیمروز کې د سیلابونو له امله یو تن شهید شوی، په فراه کې هم د سیلابونو له امله یو تن شهید شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، د دې ترڅنګ په کونړ کې د سختو ورښتونو له امله ۱۴ کورونه نړېدلي دي خو ځاني تلفات نشته."

دی وايي، دا شان یو شمېر لوې لارې د سختې واورې ورېدنې له امله تړل شوي چې د خلاصولو هڅې يې روانې دي.

د وزارت مسولین وايي چې د دې وزارت رهبرۍ ولایتي مسولینو ته زیانمونو کورنیو سره د مرستو امر هم کړی او د لویو لارو د خلاصولو چارې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له نږدې درې کلنې سختې وچکالۍ سره لاس او ګریوان وو او اوسنيو ورښتونو او واورې ورېدنې ته ښايي کروندګر خوښ، خو بې سرپناه او بې وزله وګړي چې دا حالات يې ژوند له نویو کړاونو سره مخ کوي د ودرېدو په پار د دعا لاسونه لپه کړي وي.

XS
SM
MD
LG