د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

"ساړه ژمي او درنو واورو د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې ۱۹ کسان مړه کړي"


درنو واورو او بارانونو د افغانستان د ځینو سیمو لويې او وړې لارې هم تړلي دي.
درنو واورو او بارانونو د افغانستان د ځینو سیمو لويې او وړې لارې هم تړلي دي.

د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کندهار، هرات او هلمند کې سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړې چې په تېرو دوو ورځو کې د درنو واورو او بارانونو په سبب تر اوسه ۱۹ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

پېښو ته رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا د یوولسو کسانو مړینه تاییدوي او وايي چې د لارو د خلاصون او د برفکوچونو د زیانونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

ډېره مرګژوبله په کندهار او هرات کې خلکو ته اوښتې ده.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر پرون یکشنبه تایید کړه چې په سپین بولدک کې شپږ کسان د کورونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي او لس نور ټپیان دي.

دوه نور هم د کندهار په ښار کې د کور د چپه کېدو پېښه کې مړه شوي.

د کندهار یوه اوسېدونکي عبدالنافع ازادي راډیو ته په پیغام کې ویلي چې خلک د بارانونو په سبب ډېر زیانمن شوي.

ډېره مرګژوبله په کندهار او هرات کې خلکو ته اوښتې ده. د کندهار په سپین بولدک کې شپږ کسان د کورونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي او لس نور ټپیان دي.
ډېره مرګژوبله په کندهار او هرات کې خلکو ته اوښتې ده. د کندهار په سپین بولدک کې شپږ کسان د کورونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي او لس نور ټپیان دي.

"دلته بارانونو ډېر تخریب کړی دی. له لوړپوړو چارواکو خواهش لرم چې زیانمنو شویو سره مرسته وکړي او کوم تخریب چې شوی پام دې ورته وکړي."

د کندهار په ګاونډ هلمند کې هم بارانونو ځینې کورونه نړولي چې پکې دری کسان مړه او دری نور ژوبل دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته پرون تایید کړه چې په ادرسکن او انجیل کې درنو واورو د ځینو کورونو بامونه کینولي چې تر لاندې یې اته کسان مړه شوي دي.

درنو واورو او بارانونو د افغانستان د ځینو سیمو لويې او وړې لارې تړلي دي.

تر ټولو لویې لارې چې د واورو او بارانونو په سبب تړل شوي د کندهار – ارزګان او د کابل – شمال دي.

د ارزګان د یوه اوسېدونکي محمد ولي بچیان کندهار ته روان و، خو دی یې له دوه ورځو ترې احوال نه لري.

"زموږ ماشومان له پرون راهیسې په دې لار باندې ورک دي. اوس دا دی پسې روان یم. خپل کوچنیان رانه ورک دي خدای خبر چې وږي به وي تږي به وي، څه رقم مشکلاتو کې به وي."

نه یواځې په لویدیځ بلکې جَنوب ختیځو او مرکزي سیمو کې هم درنې واورې ورېدلي او ځینې لارې یې تړلې دي.

د لوګر د ازرې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته په پیغام کې ویلي چې له یوې اوونۍ د دې ولسوالۍ ټولې لارې بندې دي او خوراکی مواد نه ور رسیږي.

"د لوګر په ازرې کې یوه اوونۍ کېږي چې واوره ورېږي. څلور طرفه لارې بندې دي. خوراکي مواد، اوړه سبزي هېڅ هم نه شي راتلی. عمومي لارې تړلې دي. مخلوق هلاکت سره مخ دی."

د ملګرو ملتونو سازمان او د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې (یو اس اېډ) اټکل کړی و چې دا ژمی په ټول افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې باید ورسره خوراکي او غیر خوراکي مرستې وشي ۷۰۰ زرو ته رسیږي. هر کال دا شمېره مخ په لوړېدو ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت هم تاییدوي چې په لویدېځو، مرکزي او شمالي ولایتونو کې درنې او عادي واورې له دوو ورځو راهیسې ورېږي او ځینې لارې یې بندې کړي دي.

د دغه وزارت د پالیسۍ او انسجام مرستیال محمد قاسم حیدري له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یوولسو مړینه تایید کړل، او ويې ویل چې هڅه کوي لویې لارې خلاصې کړي او د برفکوچونو د تلفاتو مخه ونیسي.

ښاغلي حیدي زیاته کړه: "په کندهار، هلمند او هرات کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱ ته رسېږي. طبیعې پېښې د نړۍ هر ځای چې وي تلفات لري او مخنیوی یې لږ څه ستونزمن دی په تېره بیا افغانستان کې چې خلک سخت بیوزله دي او کورونه یې خټین دي او زیانمنونکو سیمو کې کورونه جوړوي. خو لویو پېښو ته چې موږ چمتووالی نیولی برفکوچونه دي او د لارو بندښت دی."

نوموړي وویل چې ملي او نړیوالو همکارانو سږ کال دوی ته نږدې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ورکړې او دوی یې هم پېښو ته د رسېدو په چارو کې مصرفوي.

افغانستان تېر ژمی او ور پسې موسمي سیلابونو سخت زیانمن کړی و.

د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې داسې وخت خلک درنو واورو او د لارو بندېدو له ګواښ سره مخ کړي چې اروپايي ټولنې له دغه هېواد سره خپلې بیړنۍ مرستې همدا تېر نومبر ۷۷ میلیونو یورو ته ډېرې کړې.

د دې ټولنې د بشري مرستو همغږې کوونکې کرستوس استایلایندیس د مرستو د زیاتولو پر وخت وویل چې نه یواځې جنګ جګړو بلکې ورانوونکو سیلابونو ګڼو خلکو ته مرګژوبلې اړولي.

XS
SM
MD
LG