د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

 درنو واورو سالنګونه تړلي؛ طالبان وایي هڅه کوو د ترافیکو پر مخ یې پرانیزو


ارشیف؛ د سالنګ لویه لار
ارشیف؛ د سالنګ لویه لار

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت وايي، ولایتي ادارو ته یې له قراردادیانو سره په همغږۍ لارښوونه کړې چې د واورو او باران له امله بندې شوې لارې پاکې او د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد اشرف حق شناس پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل:"د وروستیو واورو له امله د حاجي ګک لاره، دشت دیوالي تر پنجاب بازار، د دایکندي لار او په غور کې ځینې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي."

د حق شناس په وينا، دا مهال په کابل، ميدان وردګو، پروان، پنجشېر، بدخشان او بغلان ولايتونو کې درنه واوره ورېږي، خو د ولايتونو مرکز ته غځېدلې ټولې لويې لارې د ترافيکو پر مخ خلاصې دي.

د درنو واورو له ورېدو وروسته سالنګونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي
د درنو واورو له ورېدو وروسته سالنګونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي

په ورته وخت کې د سالنګ لویه لار د مرګ ژوبلې او احتمالي زیانونو د مخنیوي په هدف د شنبې له شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس عبدالله عبید پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل:" دا مهال د سالنګونو پرانیستل ممکن نه دي. موږ له خپلو ګرانو هېوادوالو چې د سالنګونو په دواړو غاړو (شمالي او جنوبي سالنګ) کې ایسار پاتې دي، غوښتنه کوو، چې د پلخمري او چاريکارو ښار په لور خوندي سيمو ته ستانه شي."

ښاغلي عبید زیاته کړه چې په سالنګ کې اوس هم درنه واوري اوري.

په ورته وخت کې د طالبانو ټولګټو وزارت د مرستیال ویاند ښاغلي حق شناس په خبره دوی هڅه کوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۸ زره کیلومترو سړکونو نه واورې پاکې کړي.

په افغانستان کې له سړکونو د واورې د لیرې کولو د سمو امکاناتو د نشتوالي په خاطر په اکثرو سیمو کې لویې لارې څو اوونۍ بندې وي او د لرو پرتو سیمو خلک د ښاري سیمو مرکزونو ته لاسرسی نه پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG