د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

کابل کې د کال لومړۍ واوره؛ خلک: ژمي ته اندېښمن يو


کابل کې واوره، انځور - ارشيف
کابل کې واوره، انځور - ارشيف

یو شمېر کابل ښاریانو د واورې په ورېدو خوشحالي ښکاره کړې او عکسونه یې د خپلو تولنیزو رسنیو پر پاڼو خپاره کړي، خو یو شمېر بيا چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی اندېښمن دي، چې ژمی له وخته مخکې راغی او د خپلو کورنو د تودولو لپاره څه نه‌لري.

دوی دا هم وايي، چې د سونګ توکو بیې هم د تېرو کلونو په پرتله ډېرې لوړې دي.

موږ سږني واورې ته خوشحاله یو خو اندېښنې مو د سږني ژمي تېرېدو ته ده"

د کابل ښار يو اوسېدونکي احمد ګل ازادي راډیو ته وویل: "دا دی د ژمي اوله واروه هم وغورځېدله خو متاسفانه چې موږ ورته ډېر خفه یو، د دې لپاره چې موږ د ژمي لپاره هیڅ امکانات نه‌لرو، نه مو تر اوسه خس اخیستي، نه مو ذغال اخیستي او نه یې هم اخیستلي شو، بې‌کاري ده، امکانات نه‌شته، مزدوري نه‌شته چې ویې وکړو."

د کابل يو بل اوسېدونکی نصير وايي: "تېره شپه په کابل کې واوره وشوه، موږ سږني واورې ته خوشحاله یو خو اندېښنه مو د سږني ژمي تېرېدو ته ده، سږنی ژمی به د ډېرو لپاره ډېر سخت تمام شي ځکه د خلکو اقتصاد له پخوا ډېر خرابه شوی څوک نه‌شي کولای چې د خپلې کورنۍ لپاره ان د یو وخت خوراکي توکي برابر کړي."

کابل کې واوره، انځور - اشريف
کابل کې واوره، انځور - اشريف

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې مخکې له دې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې په را روان ژمي کې د خلکو وضعیت له ستونزو سره مخ بللی او اندېښنه یې پرې ښودلې ده.

خو دوی د مرستو ژمنې هم کړې دي.

تازه د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو د زېرمه کولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ دوام لري.

کابل ښاریان وايي، دا مهال د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۹ زره افغانیو نیولې تر ۱۲ پورې ده او یو خروار لرګي له ۸ زرو بیا تر ۱۰ زره افغانیو پورې دي.

دغه شان د خوراکي توکو بیې هم لوړې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي، چې د ژمي په راتګ سره اړمنو او بې‌وزلو کسانو سره د سون توکو، خوراکي توکو او دغه شان درملو مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د یادونې ده، چې همدا روانه لمریز میاشت د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وویل، چې د دوی د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوې ځانګړې کمېټې له مخې پرېکړه شوې چې د کابل په څلورو زونونو کې ۴۰۰ ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای کړي.

د دغې اعلامیې په بنسټ، د کابل په ښاریانو د ذخیره شویو ډبرو سکرو هر ټن باید په ۹۰۰۰ افغانیو وپلورل شي.

خو کابل ښاریانو هغه مهال ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت دې اقدام ته هم غبرګون ښودلی و او ویلي یې و، چې دا بیه لوړه ده.

XS
SM
MD
LG