د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د خوړو پروګرام: په ليرې پرتو سيمو کې د مرستې لپاره مو ۷۲زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي


ارشيف
ارشيف

افغانان له یوه سخت ژمي سره مخ دي خو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کړې چې د خلکو د لاسنیوي لپاره اړین چمتووالی نیول شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو د زېرمه کولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ دوام لري.

WFP پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د دې پروګرام هدف په افغانستان کې د ژمي، واورې، یخنۍ او د لارو د بندېدو پر مهال خلکو ته د خوراکي توکو رسول دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري چې په میاشتني ډول شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانانو ته د خوراکي توکو د رسولو په هدف سل زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي.

"زموږ هیله دا ده چې دوی مرستې ګړندۍ کړي ترڅو موږ وکولی شو خپل پلان په وخت پلی کړو"

د WFP ویاند وحیدالله اماني ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي چې د دې پروګرام مرستې به له اړو افغانانو سره د ژمي تر پایه دوام وکړي.

هغه همدا راز له مرستندویه موسسو وغوښتل چې مرستې په چټکۍ ورسوي.

نوموړي وويل: "زموږ هیله دا ده چې دوی مرستې ګړندۍ کړي ترڅو موږ وکولی شو خپل پلان په وخت پلی کړو او اړو خلکو ته مرستې چمتو کړو. د بحران کچه دومره پراخه ده چې زموږ سرچینې محدودې دي او موږ نه‌شو کولی دوی ټولو ته ورسېږو."

د مرستو وېش - ارشيف
د مرستو وېش - ارشيف

اماني زياته کړه، چې دوى په راتلونکي ژمي کې د خوراکي توکو د زېرمه کولو او وېش لپاره ١،٤ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، د خوړو نړيوال پروګرام د مرستو يوه برخه ترلاسه کړې او د نورو مرستو په تمه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو نورې ادارې په افغانستان کې راتلونکی ژمی سخت بللی او په دغه هېواد کې له اړو کسانو سره د لا زیاتو مرستو په رسولو ټینګار کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د ارزونو په اساس شاوخوا ۱۹ میلیونه خلک په افغانستان کې کافي خواړه نه‌لري او له دې ډلې شپږ میلیونه بیا داسې دي چې باید ورسره د خوړو عاجلې مرستې وشي.

ډبلیو اف پي په خپل پروني راپور کې د داسې یوې ښځې غږ هم خپور کړی چې وايي له بې‌وزلۍ او سختیو ان دې ته حاضره ده چې خپل ماشومان وپلوري څو لږ تر لږه ماشومان نورې سختې ونه ویني.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وایي افغانستان چې پخوا پر بهرنیو مرستو تکیه کوله، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې یوازې په دې موده کې ۷۰۰ زره پخوانیو دولتي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، چې دغه چاره د افغانستان نازک اقتصادي وضعیت او په دغه هېواد کې د بې‌کارۍ د کچې د لوړېدو لامل شوې.

XS
SM
MD
LG