د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د خوړو نړیوال پروګرام په ژمي کې له افغانانو سره د نویو مرستو خبر ورکړ


ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو رسولو له بهیره یو انځور
ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو رسولو له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د دې ادارې د پروګرام د تطبیق لپاره د ځینو مرستندویو هېوادونو مرستې یې ترلاسه کړي او د ځینو نورو پر لاره دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام څانګه وايي چې د راروان ژمي ترپایه له افغانانو سره د خوړو د برابرولو لپاره دمرستندویو هېوادونو د شویو ژمنو ځینې یې عملي شوې او ځینې نورو ته دوی سترګې پر لاره دي.

دې ادارې مخکې ویلي و، چې د راروان ۲۰۲۳ کال د مارچ تر پایه به هره میاشت له پنځلس میلیون زیاتو افغانانو ته د خوراکي موادو مرستې ورسوي او همداراز د لیرې پرتو سیمو لپاره به د سل زره متریک ټنه خوراکي موادو زېرمه جوړوي چې د دې پلان د لګښتونو لپاره ۱،۴ میلیارد ډالر ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د WFP ویاند وحیدالله اماني بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې له دې پروګرام سره د مرستندویو هېوادونو مرستې څه رسېدلي او څه راروانې دي.

اماني وویل: "د دې لپاره چې موږ وکولای شو چې د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې ترپایه خپلو مرستو ته دوام ورکړو یعنې هره میاشت له ۱۵ میلیون زیاتو کسانو ته مرستې ورسوو، د مرستو ځینې ژمنې شوې دي او ځینې رارسېدلي هم دي. خو زموږ هیله دا ده چې په وخت او سرعت سره دې مرستو ته دوام ورکړل شي څو هغه پلان چې لرو، په وخت سره تطبیق کړو."

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام څانګه وايي چې د راروان ژمي ترپایه له افغانانو سره د خوړو د برابرولو لپاره دمرستندویو هېوادونو د شویو ژمنو ځینې یې عملي شوې او ځینې نورو ته دوی سترګې پر لاره دي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام څانګه وايي چې د راروان ژمي ترپایه له افغانانو سره د خوړو د برابرولو لپاره دمرستندویو هېوادونو د شویو ژمنو ځینې یې عملي شوې او ځینې نورو ته دوی سترګې پر لاره دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د وېش له څرنګوالي څخه شکایتونه په زیاتېدو دي.

آزادۍ راډیو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه تقریبا هره ورځ دا شکایتونه رارسېږي چې مرستې مستحقو خلکو ته نه ورکول کېږي.

په افغانستان کې د WFP ویاند ښاغلی اماني وايي چې دا اداره د افغانستان او نړۍ ټولو بېوزلو خلکو ته د بې توپیره مرستو رسولو ته ژمنه ده، خو یادونه کوي چې عام خلک د دې لپاره چې بشري مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي له دې سازمان سره مرسته کولای شي.

هغه زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې د شکایاتو د اورېدو یو سیسټم لرو. د ټیلیفون یوه وړیا شمېره لرو چې ۰۷۹۰۵۵۵۵۴۴ ده. خلک که ویني چې د WFP له مرستو ناوړه ګټه اخیستل کېږي، کولای شي له موږ سره خپل شکایتونه شریک کړي او له موږ سره مرسته وکړي چې د دې ډول لاسوهنو مخه ونیسو."

ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې پر بهرنیو مرستو د متکي افغانستان له نیمايي زیات خلک له بېوزلۍ سره مخامخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري، ځکه چې په تېره د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او ښځې او ډېری نارینه له کارونو اېستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG