د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ملګري ملتونه: افغانستان د اقليمي بدلون د اغېز له امله د نړۍ شپږم زيانمن هېواد دی


کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف
کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره په افغانستان کې د دغه سازمان استازولي وايي، چې افغانان د دغو بدلونونو له امله له سخت حالت سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الکبروف په یوه بیان کې چې پرون خپور شوی، په دغه هېواد کې له ویجاړونکو اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د عاجلو او ګډو مرستو غوښتنه وکړه.

د اکبروف په دغه راپور کې افغانستان د اقلیم د بدلون له اړخه شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا، افغانستان له وژونکو طبیعي پېښو سره مخ شوی چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې مالدارۍ، کرنې، کورونو او زېربناو ته هم ستر زیانونه اړولي دي.

د راپور په دوام کې ویل شوي چې، کمزوری اقتصادي نظام، د ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو نشتوالی، د چاپیریال بدلون او د څلور لسیزو جګړو اغېزو افغانستان د اقلیم د بدلون له امله په یوه خورا زیانګالي هېواد بدل کړی.

د اقليمي بدلون غونډه
د اقليمي بدلون غونډه

د اقلیم له بدلون سره د مبارزې ۲۷مه غونډه پرون د مصر په شرم الشیخ ښار کې پیل شوه.

د دې غونډې په درشل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان چې د اقلیم په بدلون کې یې هېڅ منفي رول نه‌دی لرلی خو، بیا هم له ناوړه اغېزو سره لاس او ګرېوان دی.

اعلامیې زیاته کړې افغانستان یوازې سږ کال د اقلیمي بدلون د اغېزو په سبب دوه میلیارده ډالره زیان لیدلی چې باید نړیواله ټولنه د دې تاوانونو په جبران کې ورسره لازمه مرسته وکړي.

"ګلخانه يي ګازونه به په ۲۰۳۰ کې شپږ ګیګاټن کم شي.؛"

د برېتانيا استازي الوک شرما، چې هېواد يې تېر کال د دغه سازمان دوره يې مشري په غاړه درلوده وويل، په تېرو دولسو مياشتو کې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تدبيرونه نيول شوي، خو زياته يې کړه، چې لا زيات کار ته اړتيا ده.

نوموړي وويل: "ګلخانه يي ګازونه به په ۲۰۳۰ کې شپږ ګیګاټن کم شي. دا مقدار په نړۍ کې د شنو خونو ګازونو اوسني مصرف کې ۱۲ فیصده کمښت سره متناسب دی. راپور وړاندیز کوي چې د دې پېړۍ تر پایه به ځمکه یو اعشاریه او درجې سانتي ګراد توده شي."

الوک شرما
الوک شرما

پخوا، د ملګرو ملتونو ځینو راپورونو اټکل کړی و چې د ۲۱مې پېړۍ تر پایه به ځمکه ۱.۵ درجې ګرمه شي.

په افغانستان کې د تېرو څو کلونو وچکالۍ او بارانونو او غیرمعمولي سېلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

"خلک خو ډېر بې‌وزلي دي. له اوبو سره ډېر په تکلیف یو."

د پکتیا د وزي ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي خباب الدین ازادي راډيو سره په خبرو کې د اوبو له کمښته شکایت درلود.

نوموړي وويل: "خلک خو ډېر بې‌وزلي دي. له اوبو سره ډېر په تکلیف یو. هېڅ شی نه راته پاتې کېږي. ونې مو وچې شوې. باغونه مو وچ شول. اوبه نه راځي. خو که بندونه جوړ شي بیا ګټه کوي. موږ ته یې لا بندونه نه‌دي جوړ کړي."

کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف
کابل کې د هوا ککړتيا، انځور - ارشيف

که له يوې خوا د افغانستان په ځينو سيمو کې کرنيزې ځمکې وچې او خاره پرتې دي، له بلې خوا سېلابونو په بېلابېلو سيمو کې څو ځلې د خلکو حاصلات او کرنه هم ويجاړه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې په افغانستان کې کابو ۱۹ میلیونه وګړي کافي خواړه نه‌لري او نږدې ۶ میلیونه نور خلک بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون غونډې ته د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي مرستیال رامز الکبروف په خپل پیغام کې ویلي، چې افغانان په یوازې ځان نه‌شي کولای له دې ټولو ننګونو سره مقابله وکړي.

هغه له نړيوالې ټولنې او مرستندويانو وغوښتل چې د اقليمي بدلون پر مهال له افغان ولس سره سخاوتمندانه مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG