د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

مدقق:افغانستان د نړۍ له اقلیمي بدلون نه اغیزمن کیدای شي


په كابل كې د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې د ادارې سرپرست عبدالولي مدقق
په كابل كې د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې د ادارې سرپرست عبدالولي مدقق
په كابل كې د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتنې د ادارې سرپرست وايي، افغانستان د نړۍ د اقليم په بدلون كې ډيره ونډه نه لري او د ګرين هوز او نورو ګازونو يوازې زیرمه برخه خپروي خو له دغه بدلون نه ډير اغيزمن كيداى شي.

عبدالولي مدقق وويل، اقليمي بدلون يوه نړېواله مسله ده خو سيمه اېزې اغيزې لري او افغانستان هم د خپل جغرافيايي جوړښت او موقعيت له امله ترينه ډيراغيزمن كيداى شي.

نوموړي په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې په افغانستان كې د اقليم د بدلون نښې او ګواښونه داسې په ګوته كړل:

"موږ ټول شاهدان يو، چې دوره يي وچ كالي لرو، يانې د وخت په تېرېدو سره دوره يي وچ كالي لرو، چې دا د اقليم د بدلون يو خطر دى، موږ د بې موقع بارانونو له امله سيلابونه درلودل، د طبعيي يخونو د ويلي كېدو له امله مو سيلابونه درلودل، د حرارت د درجې لوړېدل، سړې څپې، چې زیاتره وخت په پسرلي او مني كې راځي او زموږ كرنيز حاصلات زيان منوي.

رعد اوبرق او ګلۍ نورې ستونزې دي، همداراز يو سلو شل ورځني بادونه په ځانګړې توګه په جنوب لويديز او لويديز كې."

مدقق وويل، د اقليم له بدلون نه د افغانستان اوبه، ځنګلونه او څړځايونه او كرنه ډيره اغيزمنه كيږي.

د نړۍ د اقليم بدلون په دې وروستيو لسيزو كې د انسانانو لپاره له تر ټولو مهمو مسلو ګرځيدلې ده.

د تودوخې زياتوالى له يوې خوا او د نفوس ډيروالى له بلې خوا په ځمكه كې د منابعو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ د كمېدو سبب كيږي.

د افغانستان د چا پېريال ساتنې د ادارې چارواكي وايي، چې د كوپنهاګن كنفرانس ته جګ پوړى افغان دولتي پلاوى هم تللى دى.

د دې ادارې مرستيال جارالله منصوري خبري كنفرانس ته وويل، د افغانستان خلك بايد د اقليم د بدلون په اړه پوه شي:
د افغانستان د چا پېريال ساتنې د ادارې مرستيال جارالله منصوري


"په درېو سطحو كې عامه پوهاوى مهم دى، يو دا، چې موږ له هغې زيان نه، چې د اقليم بدلون يې نړۍ ته رسوي، خوندي نه يو، بايد د نړېوالو زيانونو په اړه زموږ خلك پوه وي، د اقليم له سيمه اېز زيان نه خبر وي او په هغه زيان هم خبر وي، چې د اقليم بدلون يې افغانې ښځې، افغان ماشوم او د افغانستان پراختيا ته رسوي."

منصوري وويل، افغان دولت هڅه كوي، چې د اقليم له بدلون سره د هر اړخيزې مبارزې لپاره چمتوالى ولري.

افغانان له اقليمي بدلون سربېره د هوا د ككړتيا له ستونزې سره هم مخ دى، په ځانګړې توګه په كابل او ځينو نورو ښارونو كې، چې تر ډيره داخلي عوامل لري.

يو شمېر كارپوهان وايي، كه د كابل ښار د ژوند چاپيريال ساتنې ته لازمه پاملرنه ونه شي نو دغه ښار به څو كاله وروسته د ژوند كولو لپاره يو خوندي ځاى نه وي.

دوى وايي، دولت بايد د زړو موټر د استعمال او د هغو بې كفيته تيلو مخه ونيسي، چې په ښارونو كې د هوا د ككړتيا تر ټولو ستر عامل بلل كيږي.
XS
SM
MD
LG