د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د چاپېریال ککړتیا تاج محل له خطر سره مخ کړی


په هندوستان کې د نړۍ د اووه ګونو عجايبو يوې ودانۍ ته څېرمه ککړتيا تر حد زياته شوې چې تاج محل يې له خطر سره مخامخ کړى دى.

هرې خوا ته اوبه، ککړه هوا او لوګى تر سترګو کېږي، خو د چارې سنجولو لپاره يې چندان پام هم نه دى شوى.

د هندوستان په دغه تاريخي ودانۍ کې ځينې لرغونپوهان او لارښودان وايي، په تېرو ٣٠ کلونو کې د هوا ککړتيا تر حد زياته شوې او د سيلانيانو شمېر هم کم شوى دى.

د اګره ښار د لارښودانو د ټولنې مشر شمس الدين خان وايي، هرې خوا ته د کثافاتو زياتوالي او نه پاملرنې تاج محل د نابودۍ له خطر سره مخامخ کړى دى:

تاج محل
تاج محل

"تاج محل مري، د چټلې هوا له کبله نابودېږي، سيند وچ شوى، وسايط زيات دي او د دې تاريخي بنا په شا و خوا کې نورې ودانۍ په جوړېدو دي."

په هندوستان او نړۍ کې تاج محل ته د مينې د يوې نښې په سترګه کتل کېږي.

په اوولسمه مېلادي پېړۍ کې شاه جهان دغه وداني د خپلې مېرمنې ممتاز په ياد جوړه کړه.

هغه وخت يې نوم ممتاز محل و.

هر کال په مليونونو سيلانيان د دې ودانۍ ليدو ته ورځي، خو اوس اندېښنې ولاړې شوي چې د چاپېريال ککړتيا د تاج محل د سپينو مرمرو رنګونه ژېړبخونه کړي او له اوسه لا د سېلانيانو شمېر کم شوى دى.

XS
SM
MD
LG