د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د روغتيا نړيوال سازمان افغانستان کې د روغتيايي مرستو بهير ګړندی کړی


ارشيف
ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، دې سازمان او مرستندویه روغتیایي شریکانو یې په افغانستان زیانګالو خلکو ته د ژوند ژغورنې د حیاتي خدمتونو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي دي.

دې سازمان د اکتوبر د میاشتې د افغانستان د بېړني روغتیایي وضعیت په اړه خپاره شوي راپور کې ویلي چې، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې روان کړکېچ او طبعي پېښو له ۳۲ زره زیات افغانان په کور دننه بې ځایه کړي دي.

د نه ډاډ وړ امنیتي وضعیت او د ساري ناروغیو خپرېدا، لکه حاده نس ناستې، شرې، ډینګي تبې، ملاریا او د کویډ نولس په څېر ناروغیو هم پر خلکو چې له مخکې زیانمن شوي، لا اغېز کړی دی.

WHO ویلي، په اکتوبر میاشت کې د ډینګي تبې پېښې زیاتې شوي او ۴۶۸ نوې مشکوکې پېښې یې په ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو کې ثبت شوي.

په دې میاشت کې د شرۍ د ناروغۍ د څه باندې دوه زره نویو پېښو راپور ورکړل شوی او د ژمي په موسم کې د هوا د سړېدو له امله د دې امکان شته چې د ساه اخیستو یا ساه لنډۍ ناروغي هم زیاته شي ځکه خلک ډېر سره جوخت اوسي، تنفسي پاکه هوا او حفظ الصحه سمه نه مراعتوي.

ارشيف
ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان د خپلو هڅو په ترڅ کې ویلي چې، د هغو ناروغیو په وړاندې چې د مخینوي وړ دي، په ټول هېواد کې یې د واکسینو له پروګرامونو سره مرسته کړې.

د ۳۴ ولایتونو لپاره ېې له سلو زیات د واکسینو د کمپاين د پر مخ بیولو لپاره مشران روزلي او په اکتوبر میاشت کې یې له ۱۵۶ زره زیاتو کسانو ته د کویډ نولس ضد جانسن انډ جانسن واکسین ورکړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د دې سازمان د لومړنیو روغتیایي مرکزونو لپاره یې تر اوسه ۳۸۵ روغتیا پالان روزلي چې ۱۴۱ یې ښځې دي.

WHO د ځینو نورو اقداماتو ترڅنګ دغه راز د ژمي لپاره د تیاریو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، له زیانګالو خلکو سره چې په ژمي کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

ياد سازمان ويلي، روغتیایي شریکانو یې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه څه باندې لس ملیون ډالره د ژغوند ژغورنې ژمنیو چارو ته ځانګړي کړي چې په ترڅ کې یې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې ۱،۱ ملیون وګړو ته مرستې رسول په پام کې نیول شوي دي.

WHO همدارنګه ویلي چې ۳۶۹ ټنه بېړني روغتیایي، د تراوما او د عاجلو عملیاتو کیټونه ټولو سیمو ته استول شوي چې که د ژمي په موده کې لارې وتړل شي او او انتقالات له خنډ سره مخ شي، روغتیايي خدمات مختل نه‌شي.

XS
SM
MD
LG