د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د روغتيا سازمان: د کرونا د مخنيوي په موخه دې افغانان روغتيايي سپارښتنې مراعت کړي


د روغتيا نړيوال سازمان ودانۍ
د روغتيا نړيوال سازمان ودانۍ

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له اوسېدونکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کوييډ ۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو خبر ورکوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د افغان جاپان روغتون وايي، دا مهال په کرونا ویروس اخته ۶۵ ناروغان په دغه روغتون کې بستر دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افغانستان له اوسېدونکو غوښتي چې، د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره، هغه کسان له دغه ویروس وساتي، کوم چې ډېر په کوييد ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت هم د کرونا وايروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت هم د کرونا وايروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی دی.

ډبیلیو ایچ او، دا خبره پرون، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ځینو روغتیايي سپارښتنو د بیا ځلې خپرولو پر مهال مطرح کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکوي.

"په تېره یوه میاشت کې مو د کرونا ویروس د ۶۰۰۰ په شا او خوا کې مثبتې پېښې ثبت کړې دي"

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه په روانه میاشت کې د تېرې میاشت په پرتله دا ګراف لوړ دی خو د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي د دغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري."

ښاغلی زمان وايي، په کوويید ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې لپاره په ټول افغانستان کې مرکزونه فعال دي او په خبره یې، د واکسین لګولو ۳۸۰ مرکزونه یې هم هره ورځ خپلې چارې ترسره کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د افغان جاپان روغتون د ډاکټرانو مشر طارق اکبري په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.

نوموړي په دې اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی او دغه شان د روغتون د بېړنۍ خونې ناروغان هم زیات شوي دي، په ورته وخت کې په روغتون کې دننه ۶۵ ناروغان په بستر کې لرو."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې شا او خوا لس ملیونه کسانو د کرونا ویروس ضد واکسین کړی دی.

دغه وزارت له خلکو غوښتني، چې روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي، چې د کرونا ویروس له خپرېدو نه د مخنیوي په خاطر باید ټولنیز واټن مراعات شي، لاسونه د ورځې څو ځله په صایون او اوبو پرېمينځل شي، په عمومي ځایونو په ځانګړي ډول سرپټو محلونو کې باید ماسک واچول شي، د پرنجي پر مهال خوله او پزه په دستمال پټه شي او د اړتیا په نه صورت کې دې خلک په کور پاتې شي.

XS
SM
MD
LG