د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

روسیه کې تازه په کرونا ویروس ۳۳ زره کسان اخته شوي


ارشیف
ارشیف

روسیې پرون چهارشنبې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د څه باندې ۳۳ زره نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

په روسیه کې په وروستیو اوو اونیو کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتو کسانو اخته کېدو ته په پام چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ماسک واغوندي او د واکسین یو بل ډوز واخلي.

پرون په روسیه کې په روغتونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰ تنو اوښتی وو.

XS
SM
MD
LG