د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

افغانستان کې د پوليو ضد واکسين پيل شو؛ ۹،۹ ميليونه ماشومان به واکسين شي


د پوليو واکسين تطبيق - ارشيف
د پوليو واکسين تطبيق - ارشيف

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام کوي، په ټول افغانستان کې نږدې ۹،۹ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې، د شنبې په ورځ د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوه.

د طالبانو حکومت د عامې د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته رالېږلي پيغام کې ویلي، دا په روان کال د پولیو واکسین اتم کمپاین دی.

"یاد کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي چې په پایله کې به یې نږدې ۹،۹ میلیونه افغان ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."

د نوموړي په خبره، مخکې له دې یې شپږ سرتاسري او یو فرعي کمپاینونه عملي شوي دي او ښې پایلې یې لرلي دي.

نوموړي ويلي: "یاد کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي چې په پایله کې به یې نږدې ۹،۹ میلیونه افغان ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. له دې وړاندې هم د عامې روغتیا وزارت بېلابېلو وختونو کې کمپاینونه کړي، څو له پولیو پاک افغانستان ولرو."

د روغتیا وزارت دا کمپاین د یو شمېر نړیوالو همکارو ادارو په ملاتړ تطبیقوي او هیله ښيي چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان د پولیو د له‌منځه وړو ته نور هم نږدې شي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، دا په روان کال د پولیو واکسین اتم کمپاین دی.
د عامې روغتيا وزارت وايي، دا په روان کال د پولیو واکسین اتم کمپاین دی.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې یوه په پکتیکا او بله یې په کونړ ولایت کې ده.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت له ټولو سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو، د ټولنې مخورو، علمای کرامو او والدینو غوښتي چې، د دې کمپاین په بریالي تطبیق کې د واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو له ویروس څخه پاک شوي نه‌دي او د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د له‌منځه وړو لپاره یې لا زیاتو هڅو ته اړتیا شته.

د ویلو ده چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه‌لري او يوازې د واکسين په وسیله د مخنيوي او له‌منځه وړلو وړ ده.

XS
SM
MD
LG