د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

هېواد: پر واکسيناتورانو ترهګريز بريد ستر بشري جنايت دی!


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ناټو وروستۍ سرمشریزې په تړاو لېکنه کړې چې دغه سرمشریزه کې پرېکړه شوې چې ناټو به د ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکوي.

وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن څرګندونې هم را اخیستل شوي چې له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته به هم په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه جاري ساتي، څو ډاډه شي چې دا هېواد یو ځل بیا هغسې د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي چې پر امریکا برید وکړي.

خو د لیکوال په اند دا او دې ته ورته خبرې ټولې په ظاهره مثبتې دي، خو په واقعیت کې یو بد پيغام لېږدوي چې هغه د جګړې د دوام پیغام دی.

لیکوال ټینګار کړی لکه څنګه چې په تېرو شلو کلونو کې دغو مرستو، ملاتړ او تګلارو د جګړې مخه ونه نیوله او امن یې را نه وست، دغسې به په همغه کچه او یا تر هغه کم د دې مرستو او ملاتړ دوام نه جګړه ختمه کړي او نه به هم امن راولي.

ورځپاڼې وړاندیز کړی که نړېواله ټولنه رښتیا هم د افغانانو ملاتړي وي، نو لاره دا ده چې دوی د سولې لپاره کار وکړي او ګاونډي هېوادونه مجبور کړي چې د سولې ملاتړ وکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم د ناټو سازمان نوي فصل ته په اشارې لیکنه خپره کړې ده.

سرمقالې لیکوونکي لیکلي چې ناټو به له افغانستان سره د خپلو اړیکو په نوي فصل کې مستقیماً په جګړه کې ښکېله نه وي، بلکې د ناټو له نظره، په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ جګړه ده او دې سازمان ته اړتیا نشته چې په دې جګړه کې مستقیمه مداخله وکړي.

د لیکوال په وینا تمه کېږي چې سېپټمبر کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو پورې به دغه هېواد کې وضعیت لا پسې ترینګلی شي او په خبره یې اوس هم ٢٦ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او جګړه په چټکۍ سره روانه ده.

خو لېکوال ټینګار کوي چې جګړه د دواړو لورو په ګټه نه ده او اړتیا ده چې سولې ته کار وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې ټکو خپله سرمقاله پیل کړې، پر واکسيناتورانو ترهګريز بريد ستر بشري جنايت دی!

وړاندې په سر مقاله کې راغلي، دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې ورته بريدونه کېږي، بلکې پر واکسيناتورانو همدا ترهګريز بريدونه څو مياشتې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې وشول چې له امله يې درې ښځينه واکسيناتورانې شهيدانې شوې وې.

سرمقاله کې راغلي چې په ننګرهار کې دا ترهګريز بريدونه په داسې حال کې کېږي چې په ټول هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين دری ورځنی کمپاين پيل شوی و، خو د دې خونړيو بشري او افغاني ضد پېښو له امله دا کمپاين تر نا معلومې مودې وځنډېد.

لېکول پر افغان حکومت او نړيوالو سازمانونو غږ کړی چې د دغه بريد عاملان چې په اصل کې د افغانيت، انسانيت او بشريت دښمنان دي، ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

XS
SM
MD
LG