د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د روغتيا سازمان: افغانستان تر بل هر وخت د پوليو ويروس له منځه وړلو ته نږدې شوی دی


ارشيف
ارشيف

په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت پرله‌پسې اندېښنې ښېي، د روغتیا نړیوال سازمان دغلته د وژونکې ناروغۍ ګوزڼ په وړاندې د پرمختګ خبره کړې ده.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان تر بل هر وخت اوس د پولیو بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.

د طالبانو د حکومت روغتیایي مسؤلين د واکسین ښه او پر وخت تطبیق د پولیو د قابو کولو یوازنی لامل بولي.

"د کمپاینونو پر مهال د واکسینو د پوښښ ساحه ډېره لوړه ده"

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر نیک ولي شا مومن ازادي راډیو ته وویل: "د کمپاینونو پر مهال د واکسینو د پوښښ ساحه ډېره لوړه ده، له همدې امله د پولیو په پېښو کې خورا ډېر کم کموالی راغلی دی. باید یادونه وکړم چې په تېر دور کې نږدې درې نیم میلیونه ماشومان به د پولیو له واکسین بې‌برخې پاتې کېدل چې اوس دا ماشومان هم تر پوښښ لاندې راغلي دي."

د پخواني جمهوري نظام پر مهال پر طالبانو نیوکه کېده چې د پولیو ضد واکسین د کور په کور تطبیق مخه یې نیولې ده.

په افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو تېر کال یعنې په ۲۰۲۱ کال کې دا شمېر څلور ته را ټیټ شو او سږ ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه دوه پيښې ثبت شوي چې یوه یې پکتیکا او بله کونړ کې ده.

پر طالبانو نيوکه وه چې تېر کې يې په ليرې پرتو سيمو کې د واکسين د تطبيق مخه نيولې وه، انځور - ارشيف
پر طالبانو نيوکه وه چې تېر کې يې په ليرې پرتو سيمو کې د واکسين د تطبيق مخه نيولې وه، انځور - ارشيف

ښاغلی مومن وایي، افغانستان کې سږنۍ ثبت شوې پولیو پېښې هم پاکستان کې له شته ویروس سره رېښه لري.

د نړۍ په کچه دا مهال افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي چې دا ویروس په‌کې پاتې دی.

پاکستان کې بیا د ویروس پېښې د افغانستان په پرتله ډېرې راپور شوي دي.

که څه هم د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، پروسږ کال یعنې ۲۰۲۱ کال یوازې یوه پېښه پاکستان کې ثبت شوې وه، خو سږ ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان روغتیایي چارواکو د پولیو د شلو پېښو خبر ورکړی چې ټولې یې خیبر پښتونخوا کې دي.

پاکستان کې د سږ کال له پيله د ماشومانو د ګوزن ۱۷ پېښې په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او یوه په جنوبي وزیرستان کې ثبت شوې دي.

پولیو یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو لامل ګرځي.

دا ویروس د ناپاکه خوړو، اوبو، ډکو متیازو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغ ماشوم د لمبېدو له لارې نورو ته سرایت کوي.

پولیو څو بڼې لري چې تر ټولو خطرناکه هغه یې په ګروپي ډول د بدن په څو عضلاتو باندې برید دی چې ماشوم د مرګ کومي ته هم رسولی شي.

هغه ماشومان په پولیو ژر اخته کېږي چې له وړاندې یې بدن معافیت نه وي ترلاسه کړی، یا په دې معنا چې مخکې واکسین شوی نه وي.

د پولیو د ناروغۍ کومه ځانګړې درملنه هم نشته، خو یوازې ناروغ ته د تکلیف او درد د کمولو لپاره درمل ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG