د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د روغتيا سازمان: لسو مياشتو کې ۴۵۰ افغانان د شري او نس ناستې له امله مړه شوي


په شري ناروغۍ يو اخته ماشوم، انځور - ارشيف
په شري ناروغۍ يو اخته ماشوم، انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO نن په یوه راپور کې په افغانستان کې د شري او شدید اسهال د ناروغیو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ.

دې سازمان په خپل راپور کې لیکلي، په دې دوو ناروغیو ډېری اخته شوي ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې لس مخیز راپور کې لیکل شوي، د روان کال د جنورۍ له میاشتې د اکټوبر تر ۲۲مې ۷۱ زره ۹۰ د شري مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوي چې له امله یې ۳۷۸ تنه مړه شوي دي.

راپور زیاتوي، په اوسط ډول وروستیو اته میاشتو کې په شري د اخته شویو مشکوکو کسانو شمېر ۵۴۱ تنه و.

په دې دوو ناروغیو ډېری اخته شوي ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان لیکي، شري ناروغۍ ټول افغانستان ځپلی، خو بدخشان، کابل، ننګرهار، کندز، هلمند، تخار او هرات یې د نورو په پرتله خورا ډېر اغېزمن کړي دي.

اسهال بله ناروغي ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له قوله، افغانستان کې زیاته خپره شوې ده او لامل یې هم د پاکو اوبو کمی دی.

سږ کال تر ډېره د پکتيکا او خوست په زلزله ځپلو سيمو کې هم په نس ناستې ناروغۍ ډېری ماشومان اخته شوي وو.
سږ کال تر ډېره د پکتيکا او خوست په زلزله ځپلو سيمو کې هم په نس ناستې ناروغۍ ډېری ماشومان اخته شوي وو.

د WHO په راپور کې راغلي، د روان میلادي کال د مې میاشتې راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۲۰۴زره ۱۱۶ تنه په شدید اسهال اخته شوي چې له دې شمېر یې ۷۶ تنه مړه شوي دي.

راپور زیاتوي، په دې ناروغۍ د اخته شویو په ډله کې ۵۴،۹ سلنه یې ماشومان دي چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي او تر خوا یې د دې ناروغۍ له امله د قربانیانو له ډلې ۸۰ سلنه یې هم د همدې عمر ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۱۵۳ ولسوالیو کې د شدید اسهال ناروغي خپره شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په افغانستان کې په شدید اسهال او شري ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو خبر ورکوي چې له دې وړاندې یو شمېر د بشري حقونو نړیوالو ملاتړ بنسټونو ویلي و، په افغانستان کې ۲۴ میلیونه انسانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دوی ۱۳ میلیونه یې ماشومان دي.

په شري اخته يو ماشوم
په شري اخته يو ماشوم

د دې راپورونو پر بنسټ، ۹۷ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اقتصادي ناورین او بې روزګاري هغه څه دي چې اوس‌مهال ورسره ډېری افغانان لاس و ګرېوان دي.

هغه دوه لویې ستونزې چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته ورسره افغانان مخ شول.

د دې راپورونو پر بنسټ، ۹۷ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

وچکالۍ بیا د دې ستونزو ګراف نور هم لوړ کړی او د افغانانو په روغتیا او ژوند یې خورا بده اغېز کړې ده.

خو له دې ټولو سره سره، اوس لویه اندېښنه له دې ده چې د شري او شدید اسهال په ناروغیو اخته شویو افغانانو ته که مرستې و نه رسېږي او یا یې هم درملنه و نه‌شي، د دې احتمال ډېر زیات دی چې د دې دوو ناروغیو له امله د مړو شمېر زیات شي.

XS
SM
MD
LG