د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې ځایه شویو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې


ارشیف: په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د یوې بېځایه شوې کورنۍ انځور
ارشیف: په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د یوې بېځایه شوې کورنۍ انځور

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د راروان ژمۍ په اړه د بې ځایه شویو افغانانو وضعیت ته جدي اندېښنه ښودلې ده.

یو کس چې په پکتیکا ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله یې د کورنۍ ۸ غړي مړه شوي نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، وروستۍ زلزلې یې ټول کور له خاورو سره خاورې کړی.

د ده په خبره، اوس له خپلې سیمې بې ځایه شوې او د سر پنا د نه لرلو له امله سختې ستونزې تیروي.

هغه وویل: "دا چې کور په بشپړه ډول له منځه تللی او د مرستو په اړه به زه تاسو ته ووایم هغه لومړنۍ مرستې لکه خیمې او نور خوراکي مواد چې و هغه وخت کې موږ ته تر یو حده ورسېدې، خو متاسفانه هغه ژمنۍ مرستې چې کورنه به، UNHCR او IOM جوړوي تر اوسه پورې داسې اساسي کار نه دی شوی."

ارشیف: په پکتیکا کې د زلزلې له امله د یوه نړېدلو کورونو انځور. June 24, 2022
ارشیف: په پکتیکا کې د زلزلې له امله د یوه نړېدلو کورونو انځور. June 24, 2022

خو دا یوازې ښايي دغه کس نه وي په هغه ولایتونو کې چې د طالبانو په ضد جګړې روانې دي له دې وړاندې هم د بې ځایه شویو کورنیو د بد وضیعت په اړه راپورونه ورکړل شوي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د راروان ژمۍ په اړه د بې ځایه شویو افغانانو وضیعت ته جدي اندېښنه ښودلې.

دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته یې خپره کړې ویلي، په افغانستان کې د وروستیو طبعې پېښو او دغه شان جګړو له امله بې ځایه شوي کسان له سختو ستونزو سره مخ دي او دوی به راروان ژمي کې له څو برابره ستونزو سره مخ شي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی که دغه بې ځایه شويو او همداراز اړمنو ته په بېړني ډول رسېدنه ونه شي ښايي د راروان ژمي شپې او ورځې له دوی قرباني هم واخلي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه شان لیکلي چې د افغانستان په ځینو سیمې کې د ژمي د سړو درجه په اسانۍ سره له منفي ۲۵ سانتي ګراد نه اوړي او دا هغه وخت دی چې ډېر اړمن کسان د دغې یخنۍ توان نه لري او له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

په دغه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د وروستیو طبعي پېښو له امله هغه کسانو چې ته زیانونه ور رسېدلي اشاره شوې او ویل شوي چې اړوندې ادارې باید د دوی د لاسنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

له دې سره خوا کې بیا د طالبانو حکومت وايي چې دوی اړمنو او بې ځایه شویو ته د مرستو په رسولو کې هڅې کوي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د کډوالو وزارت هڅه کوي د مهاجرینو د ژوند او هغو ته د سون توکو او دواو ایجاد کې مرسته وکړي. افغانستان د اقتصادي پلوه اوس له ستونزو سره مخ ده. دلته د نړیوالې ټولنې او بشري نهادونو مسوولیت جوړېږي چې له افغانانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي او نړۍ باید دا د یوې بشري ستونزې په توګه باندې وپېژني."

په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې طبعي پېښو او ځینو ولایتونو کې جګړو ډېری افغانان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه کړي چې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دغو اړمنو کسانو وضیعت ته نړیوالو بنسټونو هم وخت ناوخت خپلې اندېښنې مطرح کړې او دوی ته یې د رسېدنې غوښتنه کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG