د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

له تېر نږدې يو نيم کال راهيسې '۱،۸ مليونه افغانانو' خپلې مېنې پرېښي


د داخلي بې ځايه شويو يو انځور
د داخلي بې ځايه شويو يو انځور

د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۲ اپرېل میاشت پورې ټول یو اعشاریه اته میلیونه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایو شویو شمېر نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي چې د جګړو او طبعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکې فاطمه وایي د تېر ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې په دغه ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړو کې یې کور ویجاړ او دوی لا هم سرپناه نه لري چې ژوند په‌کې وکړي.

نوموړې وايي: "دولت دې یو د سرپناه ځای راته راکړي، له پروسږکال نه چې په سړک مو ژوند کاوه، کله کمپ کله کاریز کله هم یوه ګډوله کې ژوند کوو، نه د کور او نه هم د لارې د کرایې پیسې لرم."

مجنون د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی او په دې ولایت کې د یوې زورورې زلزلې زیانمن دی، چې د ژوند د سختو ورځو یادونه کوي.

دی وایي، کورنۍ یې او د یادې ولسوالۍ اکثره نورې زیانمنې کورنۍ له بدو بشري حالاتو سره مخ او ان لومړنیو توکو ته هم په اسانه لاسرسی نه لري.

نوموړی وايي: "یو څه مرستې چې وشوې خو ټولو مستحقینو ته نه دي رسېدلي، ستونزې مو بیخي زیاتې دي ځکه چې کورونه مو ویجاړ شوي، اوبو ته اړتیا لرو، د باران نه د پټېدو امکانات نه لرو، د خوړو د پخولو او خوړو وسایل نه لرو."

په پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله يو ويجاړ شوی کور
په پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله يو ويجاړ شوی کور

دا کسان داسې مهال د بې ځایه کېدو د سختیو کیسې کوي چې د کډوالو نړیوال سازمان IOM په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال جنورۍ له میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله یو اعشاریه اته میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د دغه سازمان د بې ځایه شویو د شمېرو د تعقیب ادارې (DTM) د ارقامو پر بنسټ، د ۲۰۱۲ څخه نیولې د ۲۰۲۲ د می تر میاشت پورې څه باندې ۵.۸ میلیون افغانان په خپل هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

د دې راپور د شمېرو له مخې، ۶۹ سلنه کورنۍ د ابتدايي ضروري خوړو د اخیستلو توان نه لري، ۱۶ سلنه کورنۍ د ورځې یو ځلې او یا تر هغه کم خوراک کوي، ۵۵ سلنه کورنۍ د ګټې وټې سرچېنه نه لري او څه باندې ۲.۸ میلیون کورنۍ پوروړي دي -هغه موضوع چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یې هم په اړه یو راپور خپور کړی دی.

په ورته وخت کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ICRC په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې د افغانستان د اوسېدونکو د ژوند په اړه اندېښنه ښودلې او پر نړیوالې ټولنې یې دغه خلکو ته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو غږ کړی دی.

لا هم له يو شمېر سيمو خلکو د جګړې، بېوزلۍ او طبعي افتونو له وجې نورو سيمو ته ځي او دا لړۍ لا روانه ده.
لا هم له يو شمېر سيمو خلکو د جګړې، بېوزلۍ او طبعي افتونو له وجې نورو سيمو ته ځي او دا لړۍ لا روانه ده.

سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې له یو شمېر هغو افغانانو سره خبرې کړي چې کم عاید لري او د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي ځورېږي او د رانیولو توان یې نه لري.

دغې کمیټې ویلي چې دوی د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او جون تر منځ، په ټول افغانستان کې له ۷۰۰۰ ډېرو زیان منونکو کورنیو (۵۶۰۰۰ اشخاصو) سره د څو اړخیزو نغدي مرستو له لارې مرسته کړې، چې د کورنۍ اساسي اړتیاوې پوره کړي.

په افغانستان کې بشري وضعیت تر هغه وروسته لا بدتره شو چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې طالبانو د دغه هېواد واک واخیست او اکثرو نړیوالو هېوادونو له دغه هېواد سره خپلې مرستې بندې او د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمنۍ د امریکا له لوري کنګل شوه.

XS
SM
MD
LG