د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

طالبانو د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو سره د زياتې مرستې غوښتنه وکړه


په پکتيا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلې کور انځور
په پکتيا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلې کور انځور

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو سیمو لپاره له نړيوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او له عامو افغانانو د ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلیو د راتلونکي په اړه اندېښنه ښيي او له ملي او نړيوالو بنسټونو غواړي چې له دې خلکو سره ډېره مرسته وکړي.

د دې وزارت سرپرست قلندر عباد د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي سرپنا، د څښاک اوبو او خوراکي توکو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "د دې خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره باید مرسته وشي، سرپنا ته ورته جوړه شي، د څښاک اوبه او خواړه ورته برابر شي. که څه هم اوس له دوی سره عاجلې مرستې شوې دي خو زموږ اندېښنه د راتلونکو میاشتو او ژمي په اړه ده چې د دوی سرنوشت به څنګه کېږي."

ښاغلی عباد د ملګرو ملتونو په ګډون او له ټولو بشري او خیریه بنسټونو غواړي، چې د دې خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضیعت ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په کومو سیمو کې چې زلزله شوې ده، اوس هم د نورو زلزلو د پېښېدو امکان شته او د دې سیمو خلک له خطر سره مخ دي.

هغه وویل، د ټپیانو او ناروغانو د درملنې لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي او هره ورځ یې درملنه کېږي.

تازه د طالبانو په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره یې خوراکي او نور مواد برابر کړي دي او اوس اړتیا ده چې د کورونو جوړولو ته یې پاملرنه وشي.

تر اوسه د ځينو هېوادونو حکومتونو او خیریه بنسټونو د پکتیا او خوست د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو سره نغدي او د خوړو مرستې کړې دي.

چارواکي وايي چې پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
چارواکي وايي چې پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د طالبانو د حکومت سرچینو ویلي، چې وروستيو زلزلو تر ۱۱۵۰ ډېر کسان وژلي دي.

یونېسېف یا د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړې ادارې ویلي، چې د قربانیانو په منځ کې ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي مسوول ویلي دي، دا سازمان تصمیم لري چې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو ته ورسوي.

د بشري او اضطراري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفټس د جون په ۲۵مه په خپل ټوېټر کې لیکلي و، چې دا مرستې به د دې سازمان د اضطراري صندوق له لارې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې مصرف شي.

XS
SM
MD
LG