د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په پکتیکا او خوست کې د زلزلې د تلفاتو لوړېدو اټکل وشو


په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور
په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، اټکل کېږي چې د افغانستان په جنوب ختيځو ولایتونو کې د زلزلې د تلفاتو کچه لوړه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د زلزلو له امله تر اوسه ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۰ تنه ټپیان دي.

تر دې مخکې د دې زلزلو د تلفاتو په اړه ضد او نقیضې څرګندوې شوې وې.

د وروستۍ زلزلو تر ټولو ډېر تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وو.

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی باچان وايي، د دوی په سیمه کې د زلزلې له امله ۹۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

خو نوموړی زیاتوي، چې د ټپیانو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده.

هغه زیاتوي: "دلته ۹۰ تنه وژل شوي دي او شاید ټپیان ۲۰۰ ته ورسېږي، دا چې ټول خلک مصروف دي، کورونه نړېدلي، خوراکي توکي تر خاورو لاندې شوي، معلومه نه ده چې د ټپيانو کره شمېره څومره ده."

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی رحمت الله وايي، د زلزلې له امله د دوی په کلي کې ۳۵ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي.

دی وايي، په دې پېښه کې یې د کورنۍ ۹ تنه غړي وژل شوي دي او ۸ نور ټپیان دي.

د پکتیکا په ګیان کې د نړېدلي کور انځور
د پکتیکا په ګیان کې د نړېدلي کور انځور

رحمت الله زیاتوي، اوس وضېعت ته په کتو د خپلو ټپیانو په اړه اندېښمن دی.

هغه وویل: "یوازې زه ۹ شهیدان او ۸ ټپیان لرم. زموږ په کلي کې ۴۵ کورونه دي چې ۳۵ تنه په کې شهیدان شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان شوي دي."

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، که په وخت د ټپيانو درملنه ونه شي، د دوی ټپونه عفوني کېدلای شي.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي، که څه هم هڅې روان دي او مرسته کوونکی ټیمونه په سیمه کې دي خو امنیتي ستونزې، د روغتیايي مرکزونو د تعمیرونو خرابېدل او درملو او جراحي وسایلو کمي د ټپیانو د درملنې چاره سخته کړې ده.

د دې سازمان په راپور کې راغلي دي، اټکل کېږي چې په راتلونکو ورځو کې د دې زلزلو د تلفاتو شمېر لوړ شي.

هڅه مو وکړه چې د زلزله ځپلو د مرستې په برخه کې د طالبانو حکومت د وروستیو فعالېتونو جزییات ترلاسه کړو خو ویاندویانو یې د راپور د خپرېدو تر وخته زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې ۲ زلزلې وشوې، چې لومړۍ یې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په سهار او دوهمه یې د جمعې په ورځ ۱۰ بجې وشوه.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي و، چې په دې زلزلو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG