د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا وبا د خپرېدو په اړه ولې اندېښنې ښوول شوي دي؟


پکتيکا کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
پکتيکا کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر" اوچا" وایي د افغانستان په سوېل، زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو ګواښ د اندېښنې وړ دی.

تر دې مخکې په پکتیکا کې د طالبانو د روغتیا رئیس حکمت الله عصمت هم د ځینو ساري ناروغیو د خپرېدو د احتمال په اړه اندېښنه ښوولې وه.

کولرا یوه میکروبي ناروغي ده چې د یو ډول میکروب له خوا د اوبو او غذایي موادو له لارې له یوه انسان څخه بل ته خپرېږي چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي.

کولرا ناروغی په امریکا، اروپا او آسټرالیا کې تقریبا په بشپړه توګه له منځه وړل شوې، خو د آسیا په جنوب ختیځو هېوادنو، افریقا او لاتینا امریکا کې لا هم شته.

د ماشومانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر وحید ستانکزي څخه زموږ همکار د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا وبا د خپرېدو په اړه ولې اندېښنې ښوول شوي دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00
XS
SM
MD
LG