د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د زلزلې په سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي؛ خلک لومړنيو مرستو ته اړتیا لري


سیمې ته د بشري مرستو ډلې هم رسېدلي دي.
سیمې ته د بشري مرستو ډلې هم رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د ژغورنې او مرستې رسولو ټیمونه‌یې د پکتیکا په زلزله‌ځپلو سیمو کې زیانمن شویو خلکو ته د مرستې رسولو چارې مخ ته وړي.

د دې وزارت د نشرانو رئیس مولوي نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل، له ځینو سیمو د لارو د خرابوالي او دا چې ټیليفوني شبکې سم کار نه‌کوي، ګرانه ده چې د وروستۍ زلزلې د زیانونو کره معلومات ترلاسه شي.

نوموړي د دغې زلزلې او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه وویل: "د وروستۍ زلزلې او سېلابونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه‌دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شااوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."

له دې مخکې چارواکو یوازې په پکتیکا کې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر شااوخوا زر او د ټپیانو شمېر یې هم له زر تنو زیات ښودل شوی و.

د پکتیکا د ګیاني او برمل ولسوالیو ډېر کلي دغې مرګونې زلزلې یو مخ وران کړي او له امله یې د مړو شمېر شاوخوا زر تنه او د ټپیانو یونیم زره تنه ښودل شوی دی.

د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

دا چې ایا دا د دغې زلزلې د تلفاتو وروستۍ شمیرې دي او کنه، د طالبانو د حکومت دعامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرف الدین زمان ازادي راډیو ته وویل، دا وروستۍ شمیرې نه دي او کېدای شي د تلفاتو شمېر له دې زیات شي.

نوموړي وويل: "دا چې د دغې زلزلې د شهیدانو او ټپیانو شمېره به پورته شي او کنه، په دې اړه به دغومره ووایم چې په دغه حادثه کې به وخیم ناروغان هم وي، نو کله چې وروستۍ شمېره زموږ لاس ته راغله، له تاسو سره به یې شریکه کړو."

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې روغتیايي ټیمونه اغېزمن شویو ته د مرستو په رسولو لګیا دي.

د پکتیکا د عامې روغتیا رئیس حکمت الله عصمت نن ازادي راډیو ته وویل چې له ټپیانو سره د سیمې د روغتیایي کلینکونو او روغتونو او په سیمه کې د روغتیا د نړیوال سازمان او نورو لورو د صحي ټیمونو له خوا عاجلې مرستې شوي.

نوموړي وويل، یو شمېر سخت ټپیان هم د کابل په ګډون نورو ولایتونو روغتونونو ته انتقال شوي خو تر اوسه د نړیوالو مرستندویه ټولنو له خوا د بشري مرستو بهیر نه دی پیل شوی.

ښاغلي عصمت په دې اړه چې څه ډوله عاجلو مرستو ته اوس اړتیا ده وویل: "اوس چې په سیمه کې د متضرر شویو خلکو لپاره اشد ضرورت دی، هغه سرپناه ده، هغه خواړه دي او د څښاک پاکې اوبه دي."

له ډېرو کورنیو خپل مړي او ټپيان ورک دي.
له ډېرو کورنیو خپل مړي او ټپيان ورک دي.

د وړمې شپې زلزلې چې شدت یې د امریکا د جیولوژۍ څېړنیز مرکز د ریښتر په کچه ۶،۱ ثبت کړی، د ملګرو ملتونو په وینا په پکتیکا کې شاوخوا ده زره کورونه نړولي دي.

د ترټولو زیاتو اغېزمن شویو ولسوالیو ګیان او برمل دوو اوسیدونکو حاجي بخت الله او مجنون وویل: "دلته مرستندویه موسسو فعالیت پیل کړی دی، شهیدان له کنډوالو رایستل شوي او ټپیان هم انتقال شوي دي."

"موږ هغو سیمو کې چې ګومان کاوه خلک به هلته بند پاتې وي، هلته عملیات پای ته رسېدلي دي. خو تر اوسه د دې زلزلې ځینې شهیدان، مړي تر اوسه خاورو ته نه دي سپارل شوي او دغه کار روان دی."

د دغې زلزلې له اغېزمن شویو سره د مرستو د تیاریو په ترڅ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼې کښلي چې پر خوراکي موادو او نورو وسایلو بار اته لارۍ له پاکستانه رارسېدلي.

هغه همدارنګه ویلي چې له ایران او قطر څخه هم مرستې ور ورسېدلي.

د نوموړي په وینا پر بشري مرستو بار له له ایرانه دوه الوتکې او له قطر څخه یوه رارسېدلي دي.

د ملګروملتونو مرستندویه ادارو هم د عاجلو او نورو بشري مرستو لپاره تیاری نیولی دی.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروګرام او د نورو شریکانو د خوړو مرستې، اغېزمن شویو سیمو ته په لاره دي او زیاته کړه چې دا پروګرام د افغانستان له ټولو هغو خلکو سره چې مرستو ته عاجله اړتیا لري، مرستو رسولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG