افغانستان
جاپان د افغانستان له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې کوي
د جاپان د حکومت یو چارواکی وایي، هېواد یې هوډ لري چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د جاپان حکومت د کابینې مرستیال سیجي کیهارا نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، دوی زلزله ځپلو ته د لازمو مرستو د همغږۍ په حال کې دي.
دی وایي، اوسمهال پر دې کار کوي چې د اړمنو بېړنۍ اړتیاوې مشخصې کړي.
مرګونې زلزلې وړمه ورځ پکتیکا، خوست او ننګرهار کې خلکو ته د سرو او مال دروند زیان واړوه.
د وروستیو معلوماتو له مخې یوازې پکتیکا کې شاوخوا زر کسان وژل شوي او یو نیم زر نور ټپیان دي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریس حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان ممکن لا هم تر خاورې لاندې وي.
هغه وایي، تېره شپه د باران له کبله له خاورو د خلکو د را ایستلو عملیات ټکني وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په کابل کې د چین سفیر وايي، له افغانستان سره به د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي
په کابل کې د چین سفیر پرون (د دوشنبې ورځ د دلوې لومړۍ) د دواړو هېوادونو د اویا کلنو اړیکو د لمانځلو په مناسبت وویل چې پېکینګ به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد تکل، په دې اړه په یوه بیان کې، چې په خپله ایکسپاڼه/پخواني ټویټر کې یې خپور کړی، ویلي چې په دې مناسبت په بهرنیو چارو وزارت کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د طالبانو د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د چین سفیر ژاو شینګ او د دې هېواد دیپلوماتانو برخه اخیستې وه.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د چین سفیر په دې مناسبت وویل چې دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې، پرته له دې چې د وخت شرایط په پام کې ونیول شي، ښې اړیکې لرلي او پېکینګ به له کابل سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړي.
د چین سفیر یو ځل بیا له امریکا غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان ته د مرستو کمېدا تر ټولو ډېر افغان ښځې اغېزمنوي
د یوې مخکښې مرستندویې ادارې مشر خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د مرستو کمېدا د دغه هېواد د ښځو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.
د ناروې د کډوالو د نړیواله شورا عمومي منشي یان ایګلینډ وویل، د افغانستان لپاره د حکومتي ادارو او بشري مرستو د مالي ملاتړ کمېدا تر ټولو زیات ښځې او نجونې اغېزمنوي.
د ناروې د کډوالو نړیوالې شورا تېر کال له څه باندې ۲۱۶ زره افغانانو سره مرسته کړې، چې نیمایي یې ښځې وې.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونونه افغانان بېوزله شوي او له لوږې سره مخامخ شوي ځکه چې بهرنۍ مرستې په یو وار بندې شوې.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه
ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې پرون (دوشنبې) لوړه وکړه او د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره یې رسماً پیل کړه.
ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه چې سپینه ماڼۍ یې له جو بایډن څخه تسلیم کړه، د لوړې د مراسمو لپاره کانګرس ته لاړ. دا مراسم د واشنګټن د شدیدې یخنۍ له امله په بند ځای کې ترسره شول، چې پکې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د مېرمنو ترڅنګ د ایلن مسک په شان څو سترو میلیاردارنو هم برخه اخیستې وه.
د ښاغلي ټرمپ مرستیال، جيډي ونس، هم لوړه وکړه.
ایران وايي، افغانستان په جنوبي خراسان کې کونسلګري پرانیستلی شي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګریو مسوولې افسانې ابراهیمي پرون وویل، دا هیواد دې ته چمتووالی لري چې د جنوبي خراسان ولایت په بیرجند ښار کې د افغانستان کونسلګري پرانیستل شي.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي همداراز وویل، په جنوبي خراسان کې د افغانستان د کونسلګرۍ جوړېدا د ایران د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه هم ده.
د اغلې ابراهیمي په وینا افغانستان په ایران کې دوې نورې کونسلګرۍ لرلی شي او دا موضوع د دواړو خواوو ترمنځ مطرح شوې ده.
ایران تر دې وړاندې په مشهد کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو استازي ته سپارلې او په تهران کې یې هم د طالبانو استازی د سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.
سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د طالبانو له حکومت سره یې په ځانګړي ډول سوداګري اړیکې پراخې کړي دي.
د ایراني چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴ م کال کې افغانستان ته د ایران صادرات څو برابره زیات شول او تر درې میلیارد ډالرو واوښتل.
امریکايي سناستور له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې د ایران پر اتومي تاسیساتو برید وکړي
د متحدوایالتونو د جمهوريپال ګوند سناتور او د ډونالډ ټرمپ د ډېرې مودې متحد لیندزي ګراهام، د امریکا له نوي ولسمشر څخه وغوښتل چې د ایران پر اتومي تأسیساتو برید وکړي.
ښاغلي ګراهم له سيبيایس خبري چاینل سره په مرکه کې وویل: «له سیاسي لارې د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو چانس په ټریلیون کې یو دی. خو د امریکا په ملاتړ د اسراییل د پوځي اقدام له لارې یې احتمال ۹۰ سلنه دی.»
هغه ژمنه وکړه چې له ښاغلي ټرمپ سره به مشوره وکړي څو له اوسني وضعیت څخه د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره ګټه پورته کړي، ځکه د هغه په وینا د ایران حکومت په اوس وخت کې ډېر کمزوری شوی دی.
د پولیټیکو د راپور له مخې، په واشنګټن کې د سیاسي ټولنو اوسنۍ ارزونې ښيي چې د ایران اسلامي جمهوریت په عملي ډول د اتومي پوځي ځواک د ترلاسه کولو په درشل کې دی، او د سناتور ګراهم په باور، دیپلوماتیکې هڅې د ایران د اتومي وسلو د تولید مخه نه شي نیولی.
ایراني پولیسو د سیستان او بلوچستان په زابل کې کابو ۳۰۰ افغان کډوال نیولي
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالي د پولیسو قوماندان وايي چې په وروستیو څو ورځو کې یې په دې ولسوالي کې نژدې ۳۰۰ بې اسناده کډوال نیولي دي.
حمید نوري پرون (د دوشنبې په ورځ، د دلوې میاشتې لومړۍ نېټه) د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا ته وویل چې دا کسان د ټولنیز امنیت د پیاوړتیا د طرحې د تطبیق په لړ کې نیول شوي دي.
دغه ایراني چارواکي د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لړۍ په شدت سره روانه ده.
تر دې وړاندې د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکو په زاهدان او شاوخوا سیمو کې د شاوخوا ۴۰۰ غیرقانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.
ایراني چارواکو ویلي چې په روان لمریز کال کې ټولټال دوه نیم میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.
اروپايي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۱۷ میلیون ډالره مرسته کړې ده
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د زیانګالو کسانو د لاسنیوي لپاره ۱۷ اعشاریه ۴ ملیونه ډالره مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیا الدین صافي نن (د سلواغې لومړۍ نېټه) په یوه بیان کې چې ازادۍ راډیو ته یې رالېږلی، ویلي "دا بسپنه په یوه مهم وخت کې شوې ده او د خوړو له نړیوال پروګرام سره به مرسته وکړي چې د زیانګالو کورنیو لپاره د بېړنيو خوراکي مرستو او د میندو او کوچنيو ماشومانو لپاره د تغذیې پروګرامونه چمتو کړي او پراخولو ته یې دوام ورکړي."
بیان زیاتوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري، سږکال ژمی هره میاشت په ټول افغانستان کې له شپږ میلیونه اړو کسانو سره د خوړو مرسته وکړي. ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۵م کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۳ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ایران وايي له افغانستان سره په پوله کې د ۵۰ کیلومتره دیوال کار بشپړ شوی
د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري پرون وايي چې له افغانستان سره په پوله کې د ۵۰ کیلومتره دیوال جوړولو کار بشپړ شوی دی.
د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، کیومرث حیدري پرون یکشنبه هیله څرګنده کړه چې د روان لمریز کال تر پایه به د ۱۰۰ کیلومتره سرحدي دېوال جوړول چې د ایران چارواکي یې "د شمال ختیځو پولو بندول" بولي، بشپړ شي.
هغه د دې پروژې بېلابېلو پړاوونو ته په اشاره ویلي، د ایران او افغانستان پر پوله به د ۳۰۰ کیلومتره دېوال جوړول درې کاله وخت ونیسي.
د ایران دغه قوماندان د دغې طرحې اجرا، په ایران کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم وباله.
د ایران یوه پوځي قوماندان احمد رضا رادان د مرغومي/ جدي پر ۲۳مه ویلي وو، چې د پرمختللو امکاناتو کارول د دې سبب شوي، چې د ایران له پولو د ده په وینا د «غیرمجاز» کډوالو ننوتل صفر ته راکم شي. ایران په وروستیو کې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج چټک کړی دی.
سالنګ د وړو موټرو پر مخ پرانیستل شوی
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار نن سهار اته بجې د کوچنیو وسایطو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې منتظر پاتې شویو مسافروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
په تېرو څو ورځو کې د سالنګونو لویه لار څو- څو وارې د لنډې مودې لپاره د درنې واورې او توفانونو له کبله تړل شوې ده.
په همدې حال کې د هواپېژندنې ریاست نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی. د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په غور، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکنډي، غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او کابل کې به د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو پورې وي.
وړاندې لیکل شوي، چې په سالنګونو کې نن د نسبتاً تېزو بادونو د لګېدو اټکل شوی، چې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.
ټرمپ: له طالبانو د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړو
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له طالبانو څخه د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړي.
ټرمپ تر لوړې یوه ورځ مخکې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دوی د پوځ میلیاردونه ډالره شتمني طالبانو ته ورکړل شوې.
هغه زیاته کړې چې له افغانستانه بیرته پیسې نه غواړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پوځ تجهیزات غواړي.
" مونږ به خپل پوځ بیرته پياوړی او په نویو تجهیزاتو سمبال کړو، مونږ به ټول پوځ له سره جوړ کړو، دوی ( د جوبایډن ادارې) د دې پوځ میلیاردونه-میلیاردونه ډالره طالبانو ته ورکړي دي، دوی زمونږ د پوځ یوه لویه برخه دښمن ته ورکړې ده. ایا تاسو پوهیږی چې مونږ هر کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو، دوی ( طالبانو ته) ووایی زه دا پیسې بیرته نه غواړم، خو تجهیزات غواړم."
ټاکل شوې ټرمپ نن دوشنبه په رسمي ډول لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.
تر دې وړاندې سیګار یا په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې ویلي و چې د افغانستان د پخواني پوځ د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پاته دي.
دا هغه تجهیزات دي چې متحده ایالتونو د افغانستان پخواني پوځ ته ورکړي وو.
د طالبانو حکومت لا د ښاغلي ټرمپ پر دې څرګندونو تبصره نه ده کړې.