د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

ملګري ملتونه: د افغانستان وروستۍ زلزلې نږدې ۲ زره کورونه نړولي


خوست کې د زلزلې له امله ويجاړ شوی کور
خوست کې د زلزلې له امله ويجاړ شوی کور

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وروستۍ زلزلې پراخوالی ښايي تر هغه څه ډېر زیات وي چې تر اوسه اټکل کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته وویل، باور لري چې نږدې ۲ زره کورونه نړېدلي او د وسایلو نشتوالی د ژوندي پاتې کسانو د موندلو او ژغورلو د هڅو خنډ دی.

ده له کابل څخه د وېډیو کنفرانس له لارې په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو چې تر اوسه‌یې مړی-ژوندی معلوم نه‌دی، ښايي خورا ډېر وي.

زلزلې په پکتيا، پکتيکا او خوست کې کلي او کورونه نړولي دي.
زلزلې په پکتيا، پکتيکا او خوست کې کلي او کورونه نړولي دي.

په همدې حال کې د یونسیف د ارتباطاتو ريیس سم مورت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې زلزلې سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولي خو لا هم د غمیزې د پراخوالي په اړه کره معلومات نه‌شته.

نوموړي وويل: "موږ تر اوسه پورې د دې ویجاړي له پوره پراخوالي خبر نه یوو، خو باور لرو چې د ډېرو ښځو او ماشومانو په شمول سلګونه کسان مړه شوي دي. ډېر نور ژوبل شوي او ډېر شمېر کورونه نړېدلي یا زیانمن شوي دي. د راپورونو له رارسېدو سره ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر به لوړ شي. یونسیف څو ګرځنده طبي او د خوراکي مرستو رسولو ټیمونه لېږلي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي."

خو الاکبراوف وايي، د افغان کورنیو د غړیو شمېر په متوسط ډول ۸ کسه دی، او ځینې وخت څو کورنۍ په یوه کور کې اوسي.

ده خبریالانو ته همدا راز وویل چې د طالبانو حکومت زلزله ځپلو سیمو ته ۵۰ امبولانسونه او ۴ یا ۵ هیلي کوپترونه لېږلي او د یوه اندازه نغدو پیسو مرستې ورکولو ژمنه یې هم کړې ده.

ده وویل، ملګري ملتونه ځانګړي وسایل نه‌لري چې خلک له کنډوالو راوباسي، دا کار طالب چارواکي کوي خو هغوی هم په دې برخه کې محدودیتونه لري.

XS
SM
MD
LG