د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو لپاره راټولې شوې مرستې کمېټه او بنسټونه وېشي


د پکتیکا زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو بار الوتکه افغانستان ته رسېدلې.
د پکتیکا زلزله ځپلو سره د ایران د مرستو بار الوتکه افغانستان ته رسېدلې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي، د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو لپاره تر دې دمه راټولې شوې مرستې د دوی په اختیار کې نه دي ورکړل شوي خو د مدیریت او وېش لپاره یې ځانګړې کمېټه او بېلابېل بنسټونه ګمارل شوي دي.

محمد د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې زلزلې یې په بشپړ ډول کور ویجار او کورنۍ ته یې ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

دی وایي، دوی دا مهال بېړنیو روغتیایي او خوراکي توکو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "نه کلینیک شته نه د تګ راتګ سم سړک، د څښلو پاکې اوبه نه لرو،که دولت همدې برخو ته پام وکړي ډېره به ښه وي."

جمال هم دې همدې ولسوالۍ اوسېدونکی او د زلزله ځپلو له ډلې دی، دی هم د اړتیاوو د مرستو غوښتنه کوي.

هغه وايي: "چې زلرله وشوه یو څه مرستې وشوې خو ډېرې اړتیاوې پاتې دي،د موږ هر څه ته زښته زیات ضرورت لرو، نه کلینیک نه لرو نه اوبه هېڅ څه هم نه لرو."

د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله د نړېدلي کورانځور
د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله د نړېدلي کورانځور

بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت ویاند نسیم حقاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو ادارو چارواکو چې د کابینې په فوق العاده ناسته کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ دغو زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې وې تېره ورځ یې پرې ووېشلې.

حقاني وایي، په هېواد دننه او بهر په شخصي توګه مرستې راټولې شوي دي او دوی یې د وېش د مدیریت لپاره ځانګړې کمیټه ګمارلې ده.

هغه زیاته کړه: "اوس هم یو پلاوی په سیمه کې شته، تر څو کومې مرستې چې راځي او خلکو ته د سرپناه ترتیبول مدیریت کړي، دا چې په هېواد کې څومره مرستې راټولې شوي، تر اوسه یې شمېر مشخص نه دی ځکه چا چې ټولې کړي هغوی سره دي تر اوسه یې موږ ته نه دي سپارل شوي، نو د دې لپاره موږ یوه کمېټه لرو چې دا ټول تنظیم کړي."

حقاني وایي، له پرون راهیسې د دولتي مرستو د وېش په ترڅ کې ۴۹۵د هر مړه شوي په سر ۱۰۰ زره او هر ټپي ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوي، نوموړی وایي په سیمه کې لا هم د نغدي، خوراکي او نورو اړتیاوو مرستو د وېش لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شدیدې زلزلې چې د زرګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، له هغه وروسته د زیانمنو لپاره په بېلابېلو لارو چارو د مرستو د راټولو کمپاینونه پیل شوي هم په شخصي توګه د عامو افغانانو، مشهور ورزشي لوبغاړو، سیاستوالو او فعالانو له لوري او هم د دولتونو په کچه.

خو لا هم د دې مرستو د منظم وېش او دا یو مشخص بنسټ د مدیریت صلاحیت ولري نه شته.

اندېښنې دا دي، چې په پروان ولایت کې تقریباً د دوه کاله وړاندې د سېلاب ځپلو د پېښې په شان چې د میلیونونو افغانیو د ټولېدو راپورونه یې ورکړل شوي وو خو د سیمې اوسېدونکو او سېلاب ځپلو ته نه وې رسېدلې، وېره شته چې دا ځل هم د مسولو او منظم ادارو د نشتون له امله دا مرستې حیف او میل نه شي.

XS
SM
MD
LG