د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د افغانستان په زلزله ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د خپرېدو اندېښنې پيدا شوي


پکتيکا کې د زلزلې قربانيان
پکتيکا کې د زلزلې قربانيان

په داسې حال کې چې په پکتیکا او خوست ولایتونو په يو شمېر سيمو کې لا هم د قربانيانو جسدونه تر خاورو لاندې دي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو او د ټپیانو ژوند ته د خطر په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال مولوي محمد نسیم حقاني تېره شپه ازادي رادیو ته وویل چې زلزله ځپلو سیمو ته څه نا څه مرستې رسېدلي او نورې به نن (جمعه) ورسېږي.

نوموړي وويل: "زموږ د وروستیو شمېرو پر اساس د شهیدانو تعداد لکه مخکې چې مو ویلي و شاوخوا زر کسه او د ټپیانو ۷۴۰ کسه دی، ساحې ته یو څه مرستې رسېدلي، ځینې په لاره دي نن شپه او سبا (جمعه) به ورسېږي. زموږ د نجات عمله په ساحه کې د مړو د راایستلو هڅه کوي."

له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري خبرداری ورکوي چې که د پکتیکا – خوست د زلزلې د ټپیانو درملنه ژر و نه‌شي، د تلفاتو شمېر به زیات شي.

د ملګروملتونو دې چارواکي په داسې حال کې دا خبرداری ورکړ چې د پکتیکا د مرکز ښرنې د روغتون سرطبیب محمد یحیي ویاړ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، د ناروغانو د درملنې لپاره کافي ځای او وسایل نه‌لري.

سيمې ته روغتيايي او مرسته کوونکې ټيمونه رسېدلي دي، خو زيانمنې شوې برخې دومره ډېرې دي، چې ټولو ته به رسېدنه سخته وي.
سيمې ته روغتيايي او مرسته کوونکې ټيمونه رسېدلي دي، خو زيانمنې شوې برخې دومره ډېرې دي، چې ټولو ته به رسېدنه سخته وي.

ده دا زلزله څونامي ته ورته بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپیو ګراندې د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو زلزله یو ناورین وباله.

نوموړي وويل: "د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او زلزله ځپلیو ته د مرستو رسولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلي.دې ناورین یو وار بیا څرګنده کړه چې افغانان د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او د نړیوال پیوستون مستحق دي."

په همدې حال کې اندېښنې څرګندېږي چې په زلزله ځپلو سیمو کې به ساري ناروغۍ خپرې شي.

ډاکتران په ساحه کې د اوبو د ککړتیا او له کبله یې د ناروغیو د خپرېدو خبرداری هم ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، هڅې روانې دي چې په سیمه کې وبا خپره نه‌شي.

اوچا ویلي چې سر له اوسه لا د نس ناستې او شدید نس ناستې د نیم میلیون پېښو راپور ورکړای شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې له زلزلو وروسته د وبا د خپرېدو اندېښنه په ځانګړي ډول جدي وي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې لس ټنه طبي مرسته د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته استوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، خپل یو شمېر کارکوونکي یې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستې لپاره استولي دي.

پرون (پنجشنبې) کرۍ ورځ خلکو د زلزله ځپلو سیمو په کلیو کې په لاس او بېل کنډوالې کېندلې چې مړي له خاورو را وباسي.

XS
SM
MD
LG