د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

چارواکي: لاهم کله نا کله په پکتیکا کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي


په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۱۰۰۶ تنو مړو او له ۱۵ سوو ډېر ټپيانو شمېر ثبت شوی.
په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۱۰۰۶ تنو مړو او له ۱۵ سوو ډېر ټپيانو شمېر ثبت شوی.

د پکتیکا د عامې روغتیا مشر وایي، لاهم کله نا کله د دغه ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.

حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، تراوسه دوی ۱۰۰۶ تنه وژل شوي او له ۱۵ سوو ډېر ټپيان ثبت کړي دي.

ښاغلی عصمت وایي، لا هم د دوی د سروې چارې روانې دي او ممکن شمېرې بدلې شي.

له نوموړي سره اسدالله لودین مرکه کړې او په پيل کې یې د زلزله ځپلو د وروستي وضعیت په اړه پوښتلی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
XS
SM
MD
LG