د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

ملګري ملتونه: په افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال مرستو ته سخته اړتیا لري


آرشیف - یو شمېر بې ځایه شوې افغان مېرمنې
آرشیف - یو شمېر بې ځایه شوې افغان مېرمنې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې بې ځایه شوې او کډوالې کورنۍ لا هم بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې خلک ناهیلي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې پرون په یوه بیان کې ویلي، چې بې ځایه شویو کورنیو ته به د خيمو او نورو لومړنيو اړتياوو برابرولو ته دوام ورکړي.

یو ان اچ سي ار همدارنګه له هغو کسانو سره د مرستې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې یې هر څه له لاس ورکړي.

اخوا د خوړو نړيوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ ميليونه وګړي کافي خواړه نه لري چې له دې ډلې شاوخوا ۹ ميليونه بیا بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

په تېر دوبي کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د نړیوالو مرستو یوه لویه برخه بنده شوه.

بیا ملګرو ملتونو په دغه هېواد کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالره وغوښتل.

اوس د دغه سازمان له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، ۴۱ هېوادونو او مرستندويه بنسټونو نږدې ٢،٥ ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

ځینو نړیوالو سازمانونو ویلي، چې مرستندویان باید د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې په اړه غور وکړي.

د دغو بنسټونو په وینا، د اوړي له موسمه باید د یوې موقع په توګه کار واخیستل شي، مرستې ټولې او د اړتیا په وخت کې په اړمنو باندې وویشل شي.

XS
SM
MD
LG