د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د خوړو نړیوال سازمان: افغانستان کې ۴میلیونه ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي


د افغانستان په کندهار کې ځینې هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ دي.
د افغانستان په کندهار کې ځینې هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ دي.

د اسیا لپاره د خوړو نړیوال سازمان یا 'WFP' تازه اعلان کړی چې په افغانستان کې شااوخوا ۴ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

خو دغه سازمان په ۲۰۲۱ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې شااوخوا یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان ویلي و، یاد شمېر د زیاتیدو په حال کې دی او اړتیا ده چې بیړنۍ مرستې زیاتې شي.

دغه سازمان د طالبانو حکومت په لومړیو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر یو میلیون ښودلی وو.

همدا راز د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا 'IRC' هم موده مخکې ویلي و چې افغانستان کې شااوخوا ۳،۱ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغې کمېټې ویلي و هغه مېرمنې چې د 'IRC' کلینکونو ته ځي، ډېری ماشومان یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وي او جدي ساتنې ته اړتیا لري.

د کابل په شهرنو کې ځینې هغه کورني بې ځایه شوي کډوال دي چې مرستو ته اړ دي.
د کابل په شهرنو کې ځینې هغه کورني بې ځایه شوي کډوال دي چې مرستو ته اړ دي.

هغه راپور چې همدغې کمېټې د ډسمبر په اوله خپور کړی و په هغې کې ویل شوي و چې دوی 'IRC' باید په بېړني ډول د قحطۍ د مخنیوي لپاره چې ۳،۱ میلیونه ماشومان په کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي اقدام وکړي.

له بلې خوا بیا یو شمېر بې وزله کورنۍ د کافي خوړو نشتون او د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.

رحیم چې د دوو ماشومانو پلار دی، د کورنیو جګړو له امله له سرپل ولایته کابل ته کډه شوی.

د هغه لور له تېرو دوو اونیو راهیسې ناروغه او دا یې د درملنې پیسې نه لري.

ځینې هغه کورنۍ چې مرستو اخیستلو ته په کتار ناست دي.
ځینې هغه کورنۍ چې مرستو اخیستلو ته په کتار ناست دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، اولادونه یې د ښو خوړو غوښتنه کوي، خو دی ان د سپورې ډوډۍ د پیرلو وس نه لري: "زموږ ستونزې له حده زیاتې دي، نه اوړه شته، نه غوړي او نه هم وریژې، ماشومان مې ناروغان دي، نه پوهېږم چې څه وکړم، که کله هم د خپل د خوښې وړ خوړو غوښتنه کوي چې هغه پنځه افغانۍ قیمت ولري، خو همغومره پېسې هم راسره نشته. لس یا پنځلس دقیقې وژاړي بیا له یاده یې ووځي، ډېر وخت کېږي چې موږ نه غوښه خوړلې او نه هم میوه."

د رحیم په څېر ډېر کورني بې ځایه شوي په دې ساړه ژمي کې له ورته حالت سره مخ دي.

له لغمانه کډوال شوی الله داد بیا وايي، خپله ناروغ او ماشومان یې د کار توان نه لري: "زما پښه ماته او سیخان په کې تیر دي، دوه زامن مې چې مشر یې لس کلن دی د سړک په غاړه قلمونه پلوري، په دې ژمي کې مو حالت سخت خراب دي، هغه مرستې چې کېږي هغه هم اړمنو ته نه رسول کېږي."

یو خوارځواکه ماشوم. د کندهار په یوه روغتیايي مرکز کې
یو خوارځواکه ماشوم. د کندهار په یوه روغتیايي مرکز کې

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا ' یونیسف' میاشت وړاندې د میلیونونو افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره د مرستې د راټولولو غږ کړی و.

یونیسف خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان چې نیم هغه یې ماشومانو دي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ويلي و چې د ماشومانو لپاره د روغتیايي، خوړو، زده کړو او نور خدماتو د ړنګېدو د مخنیوي په هدف شااوخوا دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG