د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د بلخاب يو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو له وېرې خلک خپل کورونه پرېږدي


آرشیف
آرشیف

د سرپل د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ وايي، له دې سیمې نه لا هم د ولسي خلکو بې ځایه کېدل دوام لري.

د بلخاب ولسوالۍ یو بې ځایه شوی کډوال وايي، د طالبانو له وېرې يې له خپلې کورنۍ سره نږدې یوه اوونۍ په دښتو او غرونو کې تېره کړه.

دا چې له سختو کړاوونو وروسته اوس توانېدلی مرکز سرپل ته خپله کورنۍ ورسوي ازادي راډيو ته وویل: "د سرپل والي زموږ سیمې ته راغی، خلک يې راټول کړل، که څه هم خلک کم وو ځکه ډېری يې غرونو ته کډوال شوي دي، په دې وخت کې د طالبانو نوي وسله وال سیمې ته راورسېدل، چې د طالبانو سره قطعه يې بولي، دوی خلکو ته وویل چې موږ دا سیمه په خپل زور نیولې او کولای شو خلک په خپل زور اصلاح کړو، يعنې د والي صیب خبرو ته يې هېڅ اهمیت ورنه کړ."

دی چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، ان سرپل ته په لاره يې د امکاناتو د نه موجودیت له امله ولیدل، چې یو ماشوم مړ شو.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د بلخاب ولسوالۍ د بې ځایه شویو کورنیو ویډيو ګانې هم په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې خپرې شوې چې دوی له خپلو سیمو دښتو او غرونو ته کوچېدلي دي.

خو طالبان د خلکو د بې ځایه کېدو او دغه شان د ولسي خلکو په وړاندې د طالب وسله والو د ظلم او زور ادعاګانې ردوي.

يوه مېرمن هم وايي، د طالبانو له وېرې يې نږدې یوه اوونۍ په دښتو او غرونو کې تېره کړې ده.

دا هم نه غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي.

هغه ادعا کوي، چې طالبان په بلخاب ولسوالۍ کې خلک په مرګ ګواښي چې باید بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي خو په وینا يې کله چې یو شمېر کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوي دوی ورسره بد چلند کړی دی.

دا ټینګار کوي، چې طالبانو يې مقدساتو ته سپکاوی وکړ او د کور دروازې يې ورماتې کړې.

هغه زیاتوي: "دوی مسجد ته لاړل ، مهرونه يې مات کړل، هغه چې خلک پرې لمونځ کوي، دغه شان د خلکو د کورونو دروازې يې ماتې کړې، زموږ د کور دروازه يې هم ماته کړه، او کور ته رادننه شول، هلته اوس هېڅ ابادي نه شته. موږ که څه هم بېرته خپل کورته ستانه شو خو ډېر پاتې نه شو د څو ساعتونو لپاره وو او د غاړې کالي مو راوخیستل او راووتو. په اول ځل چې له کوره راوتو ان د غاړې جامې مو هم نه وې راخیستي."

د افغانستان د ملي امنیت پخوانى ريیس رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانى ريیس رحمت الله نبیل

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د بلخاب د بې ځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی او زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ او ماشومان له سختو ننګونو سره مخ دي.

نوموړي له مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې څو له بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دوه ورځې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه ادعاګانې رد کړې وې.

هغه وايي: "دا مطلق دروغ او تبلیغات دي چې موږ يې ردو، د اسلامي امارت په قاموس کې نه شته چې له چاسره دې ناوړه چلند وشي، د اسلامي امارت بنسټ له خلکو سره د بد چلند پر ضد کېښودل شوی دی، د اسلامي امارت رهبران او ساتونکي د خلکو خدمتګاران دي نه حاکمان."

له دې وړاندې د بلخاب ولسوالۍ یو جومات ته منسوبه داسې یوه ویډيو هم خپره شوې چې یوه ډله وسله وال طالبان په کې موسیقي اوري او یو تن يې د جومات په منبر ناست دی، خو د دغه ویډيو کره والی نه دی تاييد شوی.


د سرپل په بلخاب کې جګړه وروسته تر هغې ګرمه شوه چې د طالبانو یو هزاره غړی مولوي مهدي د طالبانو له رهبرۍ سره مخالف او وروسته دغې ولسوالۍ ته ولاړ، او وروسته پرې طالبانو حمله وکړه.

د مولوي مهدي او طالب مشرانو تر منځ د دغه وسله والې جګړې لامل د دوی ترمنځ شخصي ګټې یادې شوې دي.

XS
SM
MD
LG