د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

افغانستان کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي


ارشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور
ارشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې ډېر شمېر خلکو ته يې مالي تلفاتو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي.

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي نجیب د سېلابونو له امله د خپل کور د ویجاړېدو او بد وضعیت کیسه کوي.

هغه وايي، سېلابونو یې ټول هستي له منځه وړې او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

نوموړي وویل: "خلک تباه شول، خوښۍ کې زښت زیات سېلاب راغلی، هر څه له منځه ولاړل، ځمګې کورونه تخریب شول، بارانونه هم شدیداً دوام لري، د خلکو وضعیت ډېر بد دی."

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ویاند عمر منصور نن ازادي راډیو ته ویلي، خلکو ته په دغه سېلابونو کې درانه ځاني او مالی زیانونه اوښتي دي.

هغه وویل: "نېږدې شل کسان شهیدان شوي، چې دوه تنه یې ماشومان دي، او دوه مېرمنې هم په مړه شویو کې شاملې دي، شاوخوا درې زره کورنه په بشبړ یا هم قسمي ډول تخریب شوي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او تقریباً دوه زره څاوري هم وژل شوی دي."

خو د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي یوازې د دوی په ولسوالۍ کې تر اوسه شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د لوګر ولایت اوسېدونکي سمیع الله مصباح ازادي راډیو ته وویل: "دلته تر ۸۰۰ کورنو څه په بشپړ ډول او څه هم نسبي ویجاړ شوي، تر ۵۰ کسان زیات راایستل شوي چې مړه دي او تر ۸۰ کسان ټپیان چې دا شمېرې په ډېرېدو دي."

د لوګر ولایت څخه پر خواله رسنیو د سېلابونو له امله د وژل شویو ماشومانو زړه بوږنوونکي عکسونه زیات لاس په لاس کېږي، چې اکثریته افغانانو ورسره د خوا خوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

ها خوا په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس صفي الله رائید ازادي راډیو ته تایید کړې، چې سېلابونو د دغه ولایت په نرخ، سیداباد، دایمیرداد او چک ولسوالۍ کې راوتلي دي چې یوکس ټپي کړي دي.

نوموړي وايي، په چک ۴۰ کورنه، سیداباد ۱۵ کورنه، دایمیرداد ۱۲ تخریب کړي او دغه راز په د نرخ ولسوالۍ په ګډون يي په یاد ولسوالیو کې سلګونه جریبه مځکې هم تخریب کړي.

ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو راوتلو انځور
ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو راوتلو انځور

وړاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوینه کړې او د سېلابونو د راوتلو احتمال زیاتوي.

سېلاب ځپلو ازادي راډیو ته په استولو غږونو کې له نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت اړوند ادارو همدارنګه مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنې کړې دي.

طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د وزارت مرستیال شرف الدین مسلم رسنیو ته په استولې ویډیو کې ویلي د سېلابونو له امله لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي او دوی هڅه کوي مرستې ور ورسوي.

هغه زیاته کړه: "په دې ځایونو کې د سېلابونو له امله هېوادوال له خپلو کورونو بې ځایه شوي. موږ له پرون ماښام راهیسې هڅه وکړه د هیلیکوپټر له لارې خلک وژغورو، دوی وژغورل شول نورو سیمو ته انتقال شوي، څه خلک چې پاتې دي هغوی هم انتقالوو. تر اوسه مو ۲۵۰۰ پخې ډوډۍ او خواړه، کمپلې او لوښي ورته رسولي او موږ غواړو دوی ته کمپ برابر کړو."

د روان لمریز کال په ترڅ کې دا درېیم ځل دی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خطرناکه سېلابونه راوځي او خلکو ته د درانه مالي زیانونو تر څنګ مرګ ژوبلې هم اړوي.

طبعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۱ بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او سختو اورښتونو له امله ۸۱ کسان مړه شوي او له دوه سوو ډېر ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په همدغه ورځ یوې خبري غونډې ته دا هم وویل، چې د تېر لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې له پنځه ویشتمې د روان لمریز کال تر همدې نېټې د پرلپسې زلزلو او سېلابونو له امله ۱۵۱۱ تنه مړه شوي، ۳۷۲۵ نور ټپیان شوي نږدې ۲۴ زره کورونه تخریب او ویجاړ شوي، نږدې سل زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او دغه شان له اته زره ډېر څاروي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG