د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی


ارشیف: د افغانستان په شمال کې د باران ورېدو انځور
ارشیف: د افغانستان په شمال کې د باران ورېدو انځور

په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو لړۍ د شمال لور ته غځېدلې ده او ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې او سبا دوشنبې د افغانستان په یو شمېر شمالي، مرکزي، ختیځو او جنوبي ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سېلابونه راشي.

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی.

د ورښتونو دا جوپه له وړمې ورځې راهیسې پيل شوې ده.

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د نشراتو رییس مولوي محمد نسیم حقاني تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې سېلابونو له ځان سره زیات مالي تلفات درلودل، زیات زیان یې په میدان وردک، ننګرهار، لوګر، غزني، پروان او پنجشېر ولایتونو کې و، خو خوشبختانه د انساني تلفاتو راپور نه لرو، خو یو شمېر کورونه یومخ یا یوه برخه وران شوي او په زرګونو جریبه زراعتي مځکه دې سېلونو تخریب کړې ده."

له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې سېلابونو د افغانستان مرکزي، ختیځې او جنوبي سیمې ډېرې ځپلې دي، خو د نوي اټکل له مخې نن او سبا به په شمال کې د تخار، سمنګان، بغلان، بلخ، سرپل او جوزجان په شمول په ۲۱ ولایتونو کې ورښتونه وشي او سېلابونه به راشي.

ارشیف: په ننګرهار کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور
ارشیف: په ننګرهار کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

سېلاب ځپلي مرستې غواړي.

یو تن وویل: "نوم مې نبي اله زابلی د زابل له ارغندابه خبرې کوم. زموږ په ارغنداب ولسوالۍ کې هره ورځ سېلاب راوځي، زموږ یې مځکې وړې دي، کورونه یې وړي دي موږ ته یې د سر او مال زیان اړولی، له موسسو، مرستندویانو او طالبانو څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ له خلکو سره مرسته وکړي."

دغه راز یو بل تن وايي: "زه سهیل یم د غزني له مرکز څخه په غزني کې د جمعې په ماښام سخت بارانونه وشول، ډېر خلک سېلابونو یوړل باید له خلکو سره مرسته وشي."

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د ۱۰۴ کسانو د مړینې او د ۱۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG