د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

په افغانستان کې سېلابونه؛ تر اوسه ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان دي


د سېلابونو له امله بادغیس کې نړېدلی کور
د سېلابونو له امله بادغیس کې نړېدلی کور

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د رامنځته شویو سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وایي، په تېره یوه میاشت کې د راوتلو سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه شوي دي.

هغه وویل: "په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۱۲۰ کسان وژل شوي، ۱۵۲ ټپیان شوي دي او شاوخوا درې زره کورونه نسبي او یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. همدارنګه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده."

د حقاني په خبره، د سېلابونو له امله د تلفاتو شمېرې یوازې په تېره یوه اونۍ کې ۲۵ مړو او ۱۲۰ ټپیانو ته رسېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر سېلاب ځپلي وایي، له سختو شرایطو سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د غزني ولایت اوسېدونکي نور محمد ازادي راډیو ته وویل، وچکالۍ او سېلابونو دوی سخت زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: "سېلابونه راغلي خلک یې سخت زیانمن کړي، کرنیزې ځمکې، په هغو پټیو کې چې خلکو لوبیا او غنم کرلي وو له منځه یې وړي. وچکالي ده. د بادامو او نورې ونې وچې شوي سولرونه اوبه نه راباسي تقریباً سل متره اوبه ښکته شوي."

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی سمیع سادات وايي: "په غزني کې ډېر سېلابونه راغلي موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو باید زر تر زره موږ ته مرستې ورسېږي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي او د اړوند ادارو له لوري د اړینو مرستو د نه رسولو له امله شکایت لري.

د ننګرهار په درونټې سیمه کې د سېلابونو له امله ویجاړ شوی پل.
د ننګرهار په درونټې سیمه کې د سېلابونو له امله ویجاړ شوی پل.

د دغه ولایت اوسېدونکي نبي الله ازادي راډیو ته وویل: "دلته خلک وچکال هم ځپلي. خلک له ستونزو سره مخ دي. سېلابونو هم خلک له مالي او ځاني اړخه زینمن کړي، خو حکومت له خلکو سره هېڅ مرسته نه ده کړې. مرستې هغو سره کېږي چې طالبانو کې واسطې ولري او یا هم هغوی سره پېژندګلوي ولري."

د ننګرهار بل اوسېدونکي شمس الرحمن وویل: "د وچکالۍ له امله زموږ ډېری کرنیز حاصلات وچ شوي. اوبه نه شته، طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې هم موږ سره مرسته نه ده کړې."

خو د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وایي ټولو زیانمنو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

له دې مخکې د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې افغان سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG