د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

افغانستان کې د سېلابونو دوام؛ د مرګ‌ ژوبلې شمېر په ډېرېدو دی


بدخشان کې د راوتلو سېلابونو يو انځور
بدخشان کې د راوتلو سېلابونو يو انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر په زیاتېدو دی.

په اروزګان کې ۲۶، په زابل کې ۳۰، د کندهار په شاولیکوټ کې ۱۶، په نورستان کې ۸، په غزني کې ۵، او په میدان ورک کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه شوي دي.

په همدې حال کې اټکلونه ښېي چې د نورو ورښتونو او سېلونو احتمال شته.

د نورستان د ټولګټو چارو ريیس مولوي عبدالرحیم فاروقي وايي چې د ورښتونو او سېلونو له کبله سړکونه ویجاړ شوي.

نوموړی وايي: "د کوردل پُل کاملاً ویجاړ شوی، د کلينیک له ساحې نه واخله د نورستان تر اخري سرحده پورې، تر ارچڼو سیمې پورې په خوړونو کې سېلونه راوتلي سړک یې بیخي ویجاړ کړی دی، سرکاڼو لوا موږ ته وسایط رالېږلي او اوس د سړک د ترمیم کار په چټکۍ سره روان دی."

اټکل دی چې سېلابونه به نور هم ډېر شي.
اټکل دی چې سېلابونه به نور هم ډېر شي.

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولوي سمیع الحق حق بیان وايي چې سیمې ته مرسته نه ده رسېدلې.

نوموړي وويل: "اوس بیا د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی، د الله خیر غواړو خدای ج دې نور مشکلات نه راپېښوي، مخکینیو سېلونو هم خلکو ته ډېر کړاونه پېښ کړي."

له تخار څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د سېلونو له کبله په دغه ولایت کې ګڼ سړکونه، پُلونه او پُلچکونه ویجاړ شوي دي.

په غزني کې د سلګونو کورونو، دوکانونو او ودانیو پر تخریب سربېره یو لوبغالی، چې څو کاله مخکې په یو میلیون ډالره جوړ شوی و، سېلابونو وران کړی.

په میدان وردک، ارزوګان، خوست، او کندهار کې هم ډېرې کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلونو له کبله ویجاړ شوي دي.

د اروزګان ولایت په ګېزاب، خاص ارزګان او چوره ولسوالیو کې د تېرو درو ورځو په سېلونو کې ۲۵ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG