د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي


بدخشان ولایت کې د سېلاب یو انځور
بدخشان ولایت کې د سېلاب یو انځور

د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسیدنې چارو وزارت وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې ورستیو سېلابونو له امله ۱۸ کسه مړه شوي دي او سلګونه ژوبل دي.

له هغې وروسته چې د چهارشنبې په ورځ په پکتیکا خوست او ننګرهار ولایتونو کې زلزلې سلګونه کسان مړه کړل د دغه هېواد په لسو ولایتونو کې سېلابونو ۱۸ کسه مړه کړي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه شمېرې د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت له ازادي راډيو سره شریکې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، ورستیو سېلابونو د ځاني تلفاتو تر څنګ مالي تلفات هم د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي.

د طالبانو حکومت طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت د عامه اړیکو مسوول محمد نیسم حقاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، تخار، بدخشان، فاریاب، کندز، بغلان، پکتیکا، کنړ، خوست، ننګرهار او لغمان هغه ولایتونه دي چې سېلابونه په کې راغلي.

نوموړي وویل: "په دغو سېلابونو کې زمونږ ۱۸ تنه هېوادوال شهیدان شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي، ۱۰۰ څاروي هم مړه شوي، ۵۰۰۰ جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې، خو لا هم کره ارقام نه دي معلوم او زمونږ ټیمونه په دې برخه کې کار کوي."

په ډېرو ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونو اټکل شوی دی
په ډېرو ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونو اټکل شوی دی

د ښاغلي حقاني په خبره، څېړنې لا هم روانې دي، چې نتایج به یې له رسنیو سره شریک شي.

د طالبانو حکومت طبعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وايي، سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسول لا هم روان دي لومړنۍ هغه زیانمنو ته رسېدلې دي.

د دوی په خبره د زیانمنو د سروې لپاره اړوندو موسسو سره همغږي هم شوې.

د دغه وزارت د مسوولانو په خبره، دوی د هوا پېژندنې ادارې تر وړاندوینې مخکې زیانمنو ته د رسېدنې لپاره چمتوالی درلود او شته امکانات یې ولایتونو ته لېږدولي دي.

سیمه ییزو رسنیو هم راپور ورکړی، چې د سېلابونو له امله ۵۰۰ د استوګنې کورنه تخریب شوي دي.

ازادي راډیو ته د ورستیو رسېدلو راپورونو پر بنسټ، په کونړ او نورستان کې هم بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG