د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

افغان سېلاب ځپلي: ژر دې زمونږ لاسنیوی وشي


ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د نړېدلي کور انځور
ارشیف: په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د نړېدلي کور انځور

د افغانستان د وروستیو ورځو سېلاب ځپلي وايي، لکه څنګه چې اړینه ده، ورسره مرسته‌نه ده شوې او باید ژر تر ژره یې لاسنیوی وشي.

په پکتیا کې د طالبانو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د مبارزې ریاست وايي، د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې په وروستیو اورښتونو او سېلابونو کې شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو پورې اړوند باختر خبري اژانس لیکي، راوتلو سېلابونو سلګونه کورونه هم ویجاړ کړي دي.

په ارزګان، زابل، کندهار، نورستان ، غزني او میدان وردک وروسته، د سېلابونو له امله ځاني تلفات هم لسګونو کسانو ته رسېږي.

په دې ولایتونو کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو له‌خوا ازادي راډیو ته د ورکړل شویو شمېرو له مخې، تېرو نږدې اووه ورځو کې سېلابونو له امله د مړو شویو ټولیز شمېر ۹۶ تنه دی او لسګونه نور ټپیان دي.

که څه هم طالب چارواکي او تر خوا یې نړیوال خیریه بنسټونه سېلاب ځپلو ته د مرستو له ورکړې خبر ورکوي، خو سېلاب ځپلي وايي، هغه ډول چې اړینه ده لاسنیوی یې نه‌دی شوی.

د افغانستان ارزګان ولایت کې وروستي سېلابونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

د ارزګان د چورې ولسوالۍ د ګودر کلي یو قومي مشر ظاهر خان نن ازادي راډیو ته وویل، سېلاب د دوی کلی له یوه مخه نړولی، حاصلخیزه ځمکې یې ور تخریب کړې، خو د مرستو درک نه‌شته.

هغه زیاته کړه: "مالونه له‌منځه تللي دي، د سیمې د خلکو غنم، کښتونه، لوبیا او ونې له‌منځه تللي دي. دا ډول دروند زیان خلکو ته رسېدلی دی."

د ارزګان یو بل سېلاب ځپلي میرزاالله هم ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ملکیتونه او جایدادونه یې ټول وړې دي. زما درمند یې هم یوړ. زه خپله یو خواریکښ سړی یم. ما چې کال ۱۲ میاشتې خواري کړې وه، هغه یې ټوله راڅخه یوړه."

په همدې حال کې اټکلونه ښېي، چې د نورو اورښتونو او د سېلابونو د راوتو احتمال هم شته.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د روانې اوونۍ په سر کې خبرداری ورکړ، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د زیاتو اورښتونو له امله سېلابونه راووځي.

د جمعې په ورځ طالب چارواکو وویل، د وروستیو تېزو اورښتونو، سېلابونو او غر ښويېدلو له امله د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اړوند د دارچڼو سیمې څخه تر ترینک سیمې پورې شاوخوا ٨ کیلو مټره سړک د تګ راتګ پرمخ بند شوی دی.

همدارنګه د کونړ - نورستان مرکز پر مسیر د کوردر پُل په بشپړ ډول ویجاړ شوی او پر همدې مسیر په کشکو او خان بانډه سیمو کې سیلابونو ریګونه او ډبرې د سړک سطحې ته راوړې چې له امله یې دا لاره تر ننه د ټرافیکو پر مخ بنده ده.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو ژمنه کړې وه چې نن به د راوتلو سېلابونو په اړه بشپړ جزییات ازادي راډیو سره شریک کړي، خو د دې راپور تر خپرېدلو پورې یې دا ژمنه پر ځای نه کړه.

د نورستان ولایت یوه څنډه
د نورستان ولایت یوه څنډه

د ویلو ده، چې سږ کال افغانستان د طبیعي پېښو له امله ډېر زیان لیدلی.

له سېلابونو وړاندې په پکتیکا او خوست کې زلزلې لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه مړه کړل او نږدې ۳۵۰۰ نور ټپیان شول او زرګونه کورونه ونړېدل.

XS
SM
MD
LG