د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

کابل او ۲۶ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی


انځور: نورستان ولايت کې د سېلابونو له امله اوښتی ويجاړی
انځور: نورستان ولايت کې د سېلابونو له امله اوښتی ويجاړی

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په اووه ویشت ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بارانونو اټکل شوی دی چې سیلونه به ورسره وي.

د سېلابونو پيل له پروان ولايت وشو چې مالي او ځاني زيانونه يې هم اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم په کاپیسا، غزني، کونړ، نورستان، ننګرهار، غور، سمنګان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، بلخ، بغلان، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر او پلازمېنې کابل کې هم د سیلونو د بهېدو امکانات شته.

د چارواکو په وینا په ځینو ولایتونو کې به د باران کچه له ۲۰ تر ۶۰ سانتي مترو وي.

پروان کې د سېلاب ځپلو يو مخکنی انځور
پروان کې د سېلاب ځپلو يو مخکنی انځور

د پروان د سیلونو په ارتباط د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس الحق مبشر ازادي راډیو ته تېره شپه ناوخته وویل: "په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې سېلابونه راغلل چې له دې امله د بامیان او پروان عمومي لاره بنده شوه. د شینواري ولسوالي په ترکانو دره کې له بده مرغه دوه ماشومان وژل شوي، د همدې ولسوالي په دراز ګرد کلي کې مځکو ته هم زیات زیانونه رسیدلي دي"

مولوي مبشر زیاته کړه چې د ورځې په ترڅ کې د پروان – بامیان لاره پرانیستل شوه، خو سیېلونه د پروان په نورو سیمو کې د مرکز چاریکارو په شمول بهېدلي دي چې د شپې تر ناوخته پورې د تلفاتو خبر دوی نه دی ترلاسه کړی.

په افغانستان کې د تېزو بارانونه خبرونه په داسې وخت کې خپاره شوې دي چې د افغانستان ځیني سیمې له تېرو پنځو کالونو راهیسې سختې وچکالۍ ځپلې دي.

XS
SM
MD
LG