د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

اعتراض کوونکي: د نورستان سیلاب ځپلو ته هېڅ ډول مرستې نه دي رسیدلي


د نورستان سیلاب ځپلي
د نورستان سیلاب ځپلي

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د سېلاب ځپلو لپاره په کابل کې د لږکیو لپاره د عدالت غوښتنې ‌‌‌‌‌‌ډلې خبري کنفرانس جوړ شو.

‎په دغه خبري ناسته کې د کامدېش ولسوالۍ سیلاب ځپلو ته چې په دې وروستیو کې تر څلوېښتو کورونو په کې ویجاړ او ۱۱۰ کسان ووژل شول، د مرستو غوښتنه وشوه.

‎عبدلوالي ارکاني چې د دغه کنفرانس له تنظیموونکو دی، ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر دې دمه د یادې ولسوالۍ سېلاب ځپلو ته ان لومړنۍ مرستې هم نه دي رسېدلي: "دواړو رهبرانو نه ولسمشر او نه هم د سپېدارمانۍ مشر ان له موږ سره یو د غم د شریکۍ پیغام هم شریک نه کړ، څه دا چې له موږ سره مرستې وکړي."

نورستان کې راغلي سیلابونه
نورستان کې راغلي سیلابونه

‎یاد کنفرانس کې د ۱۵ بېلابېلو قومونو استازي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری یې لږکي دي، راټول شوي وو او د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ټولو اړونده دولتي چارواکو نه یې د مرستو او پاملرنې غوښتنه وکړه.

‎دلته راټولو شوېو اعتراض کوونکو وویل، که یې ستونزو ته رسېدنه ونه شي مدني حرکتونه به ترسره کړي.

‎د نورستان ولایت کامدېش ولسوالۍ په میردېش کلي کې د زمري په شپږمه نېټه شدید سېلابونه راغلل چې ګڼ کورونه یې ویجاړ او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه ورسول.

که څه هم د افغانستان د لږکیو لپاره د عدالت غوښتنې ‌‌‌‌‌‌ډلې له لوري په ننني کنفرانس کې سېلاب ځپلو ته د هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول مرستو د نه رسېدلو له امله شکایتونه وشول، خو طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي دغه شکایتونه ردوي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي

‎‎د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د نړیوالو بې طرفه بنسټونو له لارې دوی د دغه ولایت سېلاب ځپلو ته له وړاندې مرستې رسولي دي: "موږ خپلې مرستې د سره میاشت، ای او اېم، WFP، یو اېن اېچ سي ار دفترونو په همکارۍ خوراکي او غیرخوراکي توکي او لومړنۍ مرستې د کامدېش ولسوالۍ میردېش کلي سېلاب ځپلو ته ورسولې او اوس د وېش په پړاو کې دي."

‎ښاغلی عظیمي وایي، که څه هم دغه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې ده، خو بیا هم هڅې کوي چې د نړیوالو مرستندویه او بې طرفه ادارو لوري خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

‎نوموړی دا هم وایي چې د رسمي شمېرو له مخې د کامدېش ولسوالۍ د میردېش کلي کې د سېلابونو د راوتلو له امله ۱۱۳ کسان مړه شوي، ۱۳۹ کورونه ویجاړ شوي، ۱۷ کسان ټپیان شوي او۱۱۰ کسان لادرکه شوي وو چې په خبره يې دا مهال دا شمېر کسان بېرته ژوندي موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG