د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۵ ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی


فراه کې د سېلابونو د راوتلو يو انځور
فراه کې د سېلابونو د راوتلو يو انځور

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې اټکل کېږي په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه کې د اورښتونو وروسته سېلابونه وبهېږي.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د تازه سېلابونو د راوتلو اټکل داسې وخت کړی، چې د تېرو سېلابونو له کبله زیانمن شوي کسان د مرستو له نه ترلاسه کولو شکایت لري.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت له ویاند، محمد نسیم حقاني ازادي راډيو ته ويلي له سېلاب ځپلو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي:

نوموړي وويل: "مرستې شوي، خوراکي او غیرخوراکي مواد دغه راز خېمې سېلاب ځپلو ته رسول شوي او د ریس الوزرا له خوا د هر شهید کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکړل شوي دي. هر ټپي ته دېرش زره افغانۍ وېشل شوي دي."

ډېرو سيمو کې سختو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
ډېرو سيمو کې سختو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان له مرکزي برخو نیولې تر ختیځ، شمال ختیځ او جنوب پورې تر سختو اورښتونو وروسته راوتلو سېلابونو د طالب چارواکو په خبره په لسګونو کسان مړه او ټپیان کړي دي او ګڼ کسان بېکوره شوي هم دي.

په هغو انځورونو کې چې د ازادۍ راډیو مینه وال د افغانستان له بېلابېلو برخو رالېږلي، ښکاري چې د سېلابونو له کبله اوښتي زیانونه زیات دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه کې تر اورښتو وروسته د نسبتاً شدیدو سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

فراه کې د راوتلو سېلابونو يو انځور
فراه کې د راوتلو سېلابونو يو انځور

د دې ادارې په وینا د اورښتونو سطحه به له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د سېلابونو تر څنګ افغانستان تېره میلادي میاشت د وژونکې زلزلې شاهد و چې عمدتاً یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې تر زرو ډېر کسان مړه کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا اعلان کړ، چې په ۹۰ ورځو کې تر ټولو سېلاب ځپلو ساحو کې ۳۶۲زره کسانو ته د عاجلو مرستو لپاره ۱۱۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG