د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ځینې سوالګر: د مرستو د نه ترلاسه کولو له امله سوالګري کوو


ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن
ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن

په کابل ښار کې یو شمېر سوالګر وايي، د طالبانو حکومت له خوا یې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې نو ځکه لا هم سـوال ته ناست دي.

په کابل ښار کې یوه سوالګره ښځه وايي، له ډېر مجبوریته یې سوالګرۍ ته مخه کړې.

دغې ښځې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د خپل کور او مړ شوي زوى د کور مسوولیت ورترغاړې دی.

هغې وویل: "زه مجبوره یم په دغه پیسو مې خپل لمسۍ ته چې ناروغ دى درمل واخلم. بله خبره دا ده چې زه دلته کله پنځوس او کله هم دېرش افغانۍ پیدا کوم. له مرستې مې هیله پرې شوې، زه دې بې ایمانه له دې دنیا ولاړ شم که ما دې دوه دانې ډوډۍ او یو کلیو اوړه اخیستي وي."

د دغې مېرمنې په څېر یو شمېر ماشومان هم شته چې د کور مسوولیت ورترغاړې دی او د یوې مړې ډوډۍ لپاره یې درنو کارونه ته مخه کړې.

۱۳ کلنه بهاره چې د خپلې کورنۍ د ډوډۍ او دسترخوان مسووليت ور تر غاړه دى او د واټونو پر سر کار کوي وايي، څه موده مخکې يې د طالبانو له خوا له کار کولو منع شوه.

خاطره چې د ۱۳ کلنې بهارې مور ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تر اوسه یې هېڅ ډول مرسته د هېڅ ادارې له خوا نه ده ترلاسه کړې.

هغې زیاته کړه: "موږ په کور کې شپږ کسه یو. ډوډۍ راوړونکی یې پلار و چې ناورغه دی. اوس زما دغه لور ده چې د کور لپاره خرڅ راوړي. تر اوسه پورې موږ سره یوه افغانۍ هم چا مرسته نه ده کړې، نه چا زنګ وهلی او نه چا زموږ خبر اخیستی."

ارشیف: په کابل کې یوه مېرمن د سوال کولو پرمهال
ارشیف: په کابل کې یوه مېرمن د سوال کولو پرمهال

خو په کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هغه سوالګر چې د طالبانو حکومت لخوا راټولېږي دوی سره نغدي مرسته کېږي.

د دې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه کسان چې د حکومت لخوا معرفي کېږي د تثبیت نه وروسته ورسره مرسته کېږي. د یو کس سره ۲ زره افغانۍ مرسته کېږي تراوسه پورې له دونیم زرو زیات سوالګر ثبت شوي او مرسته ورسره شوې ده."

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو د راټولولو کمېټې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دا مهاله پورې یې ۱۷ زره او ۲۶۲ سوالګر د کابل ښار له بېلابېلو سیمو راټول کړي.

د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په راټول شویو سوالګرو کې له ۱۰ زره زیاتې مېرمنې وې چې تر څېړنو وروسته شاوخوا ۴ زره یې مستحقې وپېژندل شوې.

د یادې کمېټې په وینا، هغه سوالګر چې د طالبانو حکومت له خوا راټولېږي له پېژندنې وروسته مرسته کوونکو بنسټونو په ځانګړي ډول د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي.

د طالبانو حکومت څو میاشتې وړانډې په کابل کې د خپل مشر ملاهبت الله په امر د سوالګرو د راټولو لړۍ پیل کړه چې دغه بهیر اوس هم روان دی.

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، له کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي بې کاري او بې وزلي زیاته شوې او ډېری سوالګر وايي چې د مجبوریت نه سوالګرۍ ته مخ کوي.

XS
SM
MD
LG