د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

افغانستان کې ګدايي جرم دی؟


ارشيف
ارشيف

د سوالګرو د راټولولو لپاره د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال له لوري ګومارل شوي کمېسیون اعلان وکړ چې، تر پرون (پنجشنبې) پورې یې په کابل ښار کې نژدې ۸ زره سوالګر ټول کړي چې اکثریت یې یعنې څه باندې ۵ زره ۴۰۰ یې ښځې دي.

د کابل یو شمېر ښاریانو د دې اقدام هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې طالبان باید لومړی د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي.

ځینې وايي چې طالبانو ګڼ شمېر مامورین په کور کښېنولي او د دوی له واک ته رسېدو وروسته د کار موندلو امکان خورا لږ شوی دی نو که سوالګري هم ونه کړي خپلو بچیانو ته ډوډۍ څرنګه ومومي؟

عصمت څاروان په دې موضوع د بشري حقونو د کمېسیون له پخواني کمېشنر ابوالاحرار رامزپور سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتلي، له حقوقي نظره په افغانستان او نورو هېوادونو کې ګدايي جرم دی او که جواز لري؟

د ښاغلي ابوالاحرار رامزپور مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:13 0:00
XS
SM
MD
LG