د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د شبرغان ښار اوسېدونکي: معتادین د خلکو له کورونو غلاوې کوي


یو شمېر افغان معتادین
یو شمېر افغان معتادین

د جوزجان ولایت اوسېدونکي له معتادینو تنګ شوي دي.

د شبرغان ښار اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، معتادین د نشه يي موادو د رانيولو لپاره د خلکو له کورونو مالونه غلا کوي.

د شبرغان ښار یو دوکاندار عبدالله نوري په (ادینه جومات) نومي سیمه کې د معتادینو د را ټولېدو او خلکو د ځورېدو يادونه کوي.

دی وايي چې معتادینو د دې سیمې خلک مجبور کړي چې خپل دوکانونه او کورونه خرڅ کړي او له دې ځایه بل ځای ته کډه شي.

ده وویل: موږ دوکانداران له نشه یانو څخه ډېر تنګ شوي یوو، اوس نو بيخي مجبور شوي یوو چې دوکانونه تبدیل کړو او بل ځای ته کډه شو، څه وکړو، بله چاره نه لرو، ځکه معتادین چې له دوکانونو او کورونو څخه دباندې هر شی وويني، له ځانو سره یې وړي.

د جوزجان ښار
د جوزجان ښار

د شبرغان اوسېدونکي وايي چې د معتادینو د ډېروالي له امله څوک د دې سیمې کورونه او دوکانونه نه په مناسبه بیه اخلي او نه يې هم په کرایه نیسي.

د شبرغان دوه تنه اوسېدونکي غلام سخي او سیف الله وايي چې معتادین د خلکو کورونو ته ننوځي او د کور مالونه يې غلا کوي.

"څو ورځې مخکې معتادینو زموږ په کوڅه کې یو بوډا سړی وهلی او پیسې یې ځنې اخیستې وې، حال دا چې دا بوډا بېچاره خپله سوالګر و، زموږ له کوره يې هم یو موټرسایکل غلا کړ، باید معتادین له دې ښاره ټول شي."

"زموږ په کوڅه کې ډېری محصلین تګ راتګ کوي، معتادین له نجونو څخه موبایلونه او له هلکانو څخه بایسکلونه غلا کوي، موږ له معتادينو ډېر په تکلیف یوو، زموږ په کوڅه کې ښکاره نشه يي مواد خرڅېږي، موږ یې بد بوی احساسوو، اوس ډارېږو چې اولادونه مو په نشو اخته نه شي."

د شبرغان اوسېدونکي شکایت کوي چې معتادین یې ځوروي.

دوی له حکومته غواړي چې د استوګنې په سیمو کې دې د معتادینو د اوسېدو مخه ونیسي.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق وايي چې دوی د شبرغان ښاریانو دا ستونزې اورېدلي او هڅه کوي چې له ښاره معتادین را ټول کړي.

ده وویل د جوزجان محلي چارواکو په خپله اوونیزه غونډه کې د معتادینو په اړه د خلکو شکایتونه اورېدلي او پولیسو ته يې لارښوونه کړې چې له ښار څخه معتادین را ټول کړي، دا ځل د معتادينو د راټولېدو په اړه زموږ پرېکړه جدي ده.

معتادین د شبرغان ښاریانو د ځورولو او هغوی څخه د مالونو د غلا کولو ترڅنګ په تفریحي ځایونو کې هم را ټولېږي او نشې کوي.

د جوزجان پولیسو درې اوونۍ مخکې د ښاروالۍ په همکارۍ د خپلواکۍ د سلمې کليزې د لمانځنې په مناسبت يوازې د شبرغان له بخدي پارک څخه معتادین را ټول کړي وو، خو دا معتادين څو ورځې وروسته بېرته هغه پارک ته ورغلل او اوس هلته خپلې نشې کوي.

راپور: عالم رحمانیار

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG