د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد له سختو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی


په کندهار کې د وچې مېوې د پروسس یوه فابریکه
په کندهار کې د وچې مېوې د پروسس یوه فابریکه

په داسې حال کې چې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې د ډېرو ننګونو خبره کوي، د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي هم دا ومنله چې دوی په تېر څه باندې یوه کال کې داسې مهم بنسټیز کارونه نه دي کړي چې هغه دې د خلکو لپاره د قناعت وړ وي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون چهارشنبې په کابل کې په یوه غونډه کې وویل: "ملت په دې نه دی قانع، دا به سر سره خلاصوو، موږ تراوسه داسې خدمت ورته کړی نه دی چې محض یو نمونه کار مو ورته کړی دی. باید موږ داسې څه ورته وکړو چې له دنیا څخه داسې مستغني واوسېږو چې دغه لاس بیا ورته ونه نیسو."

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

ملابرادر چې د کابل په بادام باغ سیمه کې یې د مني نندارتون ته څرګندونې کولې همدارنګه وويل چې په افغانستان کې اوس د پانګونې لپاره مناسب چاپېريال رامنځته شوی او حکومت بايد له کانونو، اوبو او کرنيزو ځمکو څخه د خلکو د ګټې اخيستنې لپاره کار واخلي.

په عین حال کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا په اړه نړیوال بانک په وروستي راپور کې چې د سې شنبې په ورخ یې خپور کړی ویلي چې د افغانستان اقتصاد چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ وروسته پېښو مخ په زوړ لارې ته سیخ کړی او شل سلنه یې په شاتګ کړی، یوه نوي نورمال حالت ته د سمون په حال کې دی.

دې بانک ویلي په عامه لګښتونو کې د پام وړ کمښت راغلی، د کورنیو عواید کم شوي او په ټوله کې د تقاضا له کمېدا سره مصرف کم شوی او له بلې خوا د تادیاتو په سیسټم کې خنډونه او د اکمالاتو په برخه کې محدودیتونو د خصوصي سکتور فعالیتونه لا له خنډ سره مخامخ کړي دي.

خو له دې سره نړیوال بانک ویلي چې په تېر یوه کال کې د بشري اړتیاوو او بنسټیزو خدماتو لپاره له بهر څخه د نړیوالو د مالي مرستو بیا پیل د ځینو منفي اغېزو په کمولو کې مرسته کړې ده.

په ټوله کې نړیوال بانک دې پایلې ته رسېدلی چې د افغانستان اقتصاد اوس ډېر کوچنی شوی دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلندا ګوډ، وویل، په داسې حال کې چې د اقتصادي ثبات او د افغاني سوداګرۍ د انعطاف نښې لیدل کېږي، دا هېواد لا هم له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او اقلیتونو په هوساینې ډېر اغېز کوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشره میلندا ګوډ
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشره میلندا ګوډ

هغې زیاته کړه لیدل شوي چې په تېرو څو میاشتو کې د ژوند شرایط یو څه ښه شوي، خو بېوزلي په ټول هېواد کې خورا لوړه ده او دوامداره انفلاسیون ښایي هغه څه لاس ته راوړنې چې د هوساینې په برخه کې شوي، هغه هم له منځه یوسي.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نړیوالو له دې هېواد سره پرمالي مرستو لاس نیولی او دغه راز یې پربانکي سیسټم یو لړ بندیزونه لګولي دي.

نړیوال بانک له نړیوال اقتصاد څخه جلاوالی د یوه دوامداره ثبات پر وړاندې یو لوی خنډ بولي او او زیاتوي د بانکي اړیکو پرېکون په نړیوالو تادیاتو د پام وړ اغېزه کړې، خصوصي شرکتونه او مرستندویه موسسې دواړه د نغدو پیسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي او د کورنیو معاملو لپاره د لیږد په غیر رسمي، غیر منظم، او ناسمو سیسټمونو باندې تکیه کوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلندا ګوډ تېره شپه ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي صوتي پیغام کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یو لړ اقتصادي او سیاسي سناریوګانو وړاند وینه وکړه او وې ویل: "نږدې ټولې سناریوګانې له بهره د نړیوالې ټولنې لخوا په دوامداره مالي مرستو پورې تړلې دي خو په دې برخه کې د طالبانو د موقتې ادارې له خوا یوې پراخې او دوامداره تګلارې او اقداماتو ته هم اړتیا شته. داسې اقداماتو ته چې د اړتیا سره سم اقتصادي ادغام او د سوداګرۍ لپاره کورني فرصتونه رامنځته شي څو د افغانانو لپاره دندې رامنځته کړي. دا د افغانستان راتلونکې ده."

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې میلندا ګوډ پر دې ټینګار وکړ چې په دغو اقداماتو کې باید د جنسیتي محدودیتونو لرې کول، په عامه مالي چارو او د خدمتونو پر وړاندې کولو کې د روڼتیا زیاتوالی او د کسب او کار له لارې په مهمو برخو کې پانګونه او پر مالي سکتور د محدودیتونو لیرې کول، شامل وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG