د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

د 'او.ای.سي' غونډه؛ طالبان: مرستو کې د توکو پرځای، نغدو پیسو ته اړتیا لرو


 د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق‌العاده غونډه په اسلام‌اباد کې روانه ده.

دې غونډه ته د اسلامي هېوادونو د ۲۲هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د څه پاسه ۵۰ هېوادونو او سازمونو استازي ورغلي دي.

د دې کنفرانس په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان روان وضعیت نازک وباله او ویې ویل، بايد له کوم قيد او شرط پرته له دې هېواد سره مرستې دوام وکړي.

قریشي زیاته کړه: "نغدو پیسو ته اړتیا ده، څو اقتصاد په خپلو پښو ودرول شي، معاشونه ورکړل شي، کوچنۍ سوداګرۍ بېرته پیل شي او بانکي سیسټم بیا فعال شي. د برېښنا، خوړو، درملو او نورو د اړتیا وړ توکو د برابرولو لپاره هېڅ نغدې پیسې نه‌شته."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان روان وضعیت نازک وباله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان روان وضعیت نازک وباله

هغه وړاندې وویل چې افغانستان کې د اقتصادي نظام پاشل کېدل به سيمې، اروپا او نورې نړۍ ته د کډوالۍ د زياتوالي لامل شي او هم به په دې هېواد کې ترهګري زیاته کړه چې پایله به یې د نورو هېوادونو د امنیت لپاره هم ښه نه وي.

که څه هم دا غونډه د افغانستان په اړه وه، خو ښاغلی مقتي د مېلمنو پرځای کې ناست و.

په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی. که څه هم دا غونډه د افغانستان په اړه وه، خو ښاغلی مقتي د مېلمنو پرځای کې ناست و.

هغه ته د غونډې په لومړي پړاو کې چې رسنیو ژوندۍ خپروله د خبرو بلنه ورنه کړل شوه، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات وايي، ښاغلي مقتي د بندو دروازو تر شا دې غونډې ته وینا کړې.

هغه دې غونډې ته وینا کې د اسلامي هېوادونو له پانګوالو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، دوی اوس‌مهال په بېړني ډول په مرستو کې د توکو پرځای، نغدو پیسو ته اړتیا لري، څو د افغانۍ ارزښت وساتل شي او هم پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.​

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ازادېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې کړی چې د دې کار زیان افغانانو ته رسېږي.

امیرخان متقي ډاډ ورکړی چې چمتو دي، د نړۍ سره ښه همکاري وکړي او غوښتنې یې ومني.

دی وايي: "موږ د افغانستان د ولس د یوه استازي او مسوول حکومت په توګه، د بشرحقونو، ښځو حقونو او په حکومت د ټول ولس د بېلابېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسوولیت ګڼوو. په دې برخه کې مو ډېرڅه کړي او ډېر نور اقدامات به هم کوو. "

د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د پاکستان صدراعظم هم وینا وکړه او ویې ویل، د اګسټ له ۱۵مې نېټې کله چې افغانستان سره مرستې بندې او شتمني یې کنګل شوه، که بل هرهېواد له دې ډول برخلیک سره مخ وای، سقوط به یې کړی وای. ​

عمران خان خبرداری ورکړ، که نړۍ مرسته و نه کړي، افغانستان کې به تر ټولو لوی بشري ناورین سره مخ شي.
عمران خان خبرداری ورکړ، که نړۍ مرسته و نه کړي، افغانستان کې به تر ټولو لوی بشري ناورین سره مخ شي.

عمران خان خبرداری ورکړ، که نړۍ مرسته و نه کړي، افغانستان کې به تر ټولو لوی بشري ناورین سره مخ شي.

عمران خان وویل: "موږ د اسلامي سازمان کنفرانس غړي هېوادونه لوی مسوولیت لرو، ځکه دا مسوولیت یوازې په افغانستان کې د رامنځ‌ته شوي وضعیت له امله نه، بلکې دا زموږ دیني وجیبه ده چې له افغانانو سره مرسته وکړو. "

د پاکستان صدراعظم له طالبانو د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په اړه وویل، هغوی ډاډ ورکړی چې بشري حقونه او د ښځو حقونه به مني، خو دا یې هم وویل چې نړۍ باید پوهه شي چې په هره ټولنه کې د ښځو حقونه د کلتور له مخې، بېل رنګ لري.

عمران خان د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د برخلیک مسایل جلا وساتي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان چې د افغانستان په اړه یې د دې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی و، د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس ته وویل، افغانستان کې روان بشري ناورین نه یوازې د افغانانو لپاره ستونزه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم ګواښ او ستونزې جوړولای شي.

هغه د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو پر موضوع ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هېواد یې افغانستان سره په هره برخه مرستې ته چمتو دی.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه بیا د افغانستان د ستونزو په حل د ټینګار ترڅنګ وویل، د افغانستان د ستونزې د تل‌پاتې حل لپاره باید سیاسي لار ولټول شي.

هغه زیاته کړه، نړۍ د ترهګرو د پټن‌ځای په توګه د افغانستان له بدلېدو اندېښنه لري، خو په کارده چې د دې وېرې د له‌منځه تلو لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري وشي.

هغه هیله وښوده چې دا کنفرانس به له افغانستان سره د مرستو لپاره زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG