د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

اقتصادي کړکېچ؛ نړیوال بانک: د افغانانو د سړي سر عواید را کم شوي


د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

نړیوال بانک وايي، د افغانانو د سړي سر عواید را کم شوي او به تر راتلونکو دوو کلونو به ټېټه وده ولري.

ڼړيوال بانک په خپل کلني راپور کې د افغانستان خراب اقتصادي وضعيت څېړلی.

دا راپور چې پرون خپور شوی د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه لیکي، د نړیوالې ټولنې د لویو مرستو له درېدو او د داخلي سياسي واقعيتونو وروسته، اوس د دې هېواد اقتصاد له سره تنظمېږي.

نړیوال بانک تخمین کړی چې روان کال به د افغانستان د ناخالصو ملي عوایدو کچه ۱۶ تر ۱۹ سلنې وي، داسې مهال چې راتلونکو دوو کلونو په دې هېواد کې د سړي سر عواید به ټیټه وده ولري، خو ناخالصو ملي عوایدو کې به له همدې کچې تغییر رانه شي.

خو دې بانک په ۲۰۲۰ کال کې، یعنې کله چې جمهوري نظام و، وړاندوینه کړې وه چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې به د افغانستان ناخالص ملي عواید نږدې ۲،۶ سلنه زیات شي.

نړیوال بانک دا خبرداری هم ورکوي چې د ښځو د زده‌کړې او کار په برخه کې د محدودونکو سیاستونو دوام به د افغانستان د منځمهالې او اوږدمهالې اقتصادي ودې کچه راټېټه کړي.

نړیوال بانک وايي، دا اټکل یې ځکه کړی چې د اوسنيو بهرنيو مرستو د کچى کمېدل او افغانستان ته د نقدو ډالرو د انتقال درېدو په صورت کېدای شي د دې هېواد پولي او بانکي ثبات له‌منځه ولاړ شي.

د دې بانک له قوله، همدا اوس افغانستان په داسې یو وضعیت کې دی چې د بشري مرستو او لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې ډېر لږ نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.

خو طالبان بیا وايي، د دې له راتلو وروسته، د افغانستان د خالصو عواید کچه کمه شوې نه، بلکې زیاته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصاد د بهبود لپاره موږ هڅې روانې کړي دي. په دې کې یوازې حکومت مسوول نه‌دی، باید دا نور اړخونه هم، لکه ملي سوداګر، پانګه‌وال او هغه هېوادونه چې له افغانانو سره غواړي همکاري وکړي، دوی ټول باید له موږ سره د پانګونې، د سوداګرۍ د رونق او په بانکي سیسټم کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې ونډه واخلي."

طالبان داسې مهال د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هیله لري چې نړیوال بانک وايي، په افغانستان کې د خلکو لپاره خواړه کم شوي او یو لامل یې دا دی چې خلک عاید نه‌لري، ځکه د دې هېواد د ملي بودجې یوه لویه برخه چې په بهرنیو مرستو ولاړه وه، نوره نه‌شته.

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، که څه هم د سروې ګانو له مخې، په ذخایرو کې خوراکي توکي شته، خو د عوايدو د کچې د کمېدو له امله، ډېر شمېر خلک نه‌شي کولای، خوراکي توکي واخلي.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي چې د اټکل له مخې، نږدې ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نه‌لري.

XS
SM
MD
LG